1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پکتيکا او خوست کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ شوي دي

۱۴۰۱ آذر ۲۹, سه‌شنبه

د پکتيکا او خوست ولایتونو کې په زلزله ځپلو سيمو کې ۷۰۰ کورونه تر جوړيدو وروسته خلکو ته په واک کې ورکړل شوي دي. په جون مياشت کې د زلزلې په ترڅ کې تر زرو ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ډېری کورونه ويجاړ او يا زيانمن شول.

https://p.dw.com/p/4LD0H
Afghanistan Erdbeben | Zerstörungen in Paktia Kot
انځور: AFP/Getty Images

غريبکار رسول بادشاه د افغانستان په ختیځ کې تر خونړۍ زلزلې شپږ مياشتې وروسته يوه نوي کور ته کډه شوی خو بې له خپلې مور چې د کور د ديوالانو نړيدو له کبله یې ژوند له لاسه ورکړ.

۲۱ کلن رسول بادشاه د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د زلزلې د خبر په اوريدو په ډېره چټکۍ له پاکستانه چېرې چې هغه په مزدورۍ بوخت وو، خپل کلي ته راستون شو: «کله چې را ورسېدم نو مور مې، ورونه مې، ټول یې لا د مخه خښ کړي ول.»

په سونو د زلزلې په مقابل کې مقاوم کانکريټي کورونه چې ډېری د ځايي کارکوونکو په لاسو د ملګرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې په مالي لګښت جوړ شوي دي، اوس هغو زلزله ځپلو ته سپارل شوي دي چې تر اوسه یې په خیمو کې ژوند کاوه.

په افغانستان کې سخته زلزله؛ اغېزمنو ته مرستې څنګه رسیږي؟

بادشاه وايي: «موږ دا کورونه نه شوای جوړولی، آن زموږ بچيانو او لمسيانو هم (نه شوای)... موږ یې د جوړولو پېسې نه لرو. موږ په کوډلو کې ژوند کاوه.»

د ملګرو ملتونو د مهاجرو د مرستې عالي کميسارۍ (يو ان ایچ سي آر) ويلي دي چې نوي کورونه په سولري تختو سمبال شوي، خپل تشنابونه او همد راز دودیزې بخارۍ لري.

په افغانستان کې تر دې شديدې زلزلې دمخه هم د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې د طالبانو له واکمنېدو راهيسې خلک له ډېر ناوړه بشري وضعيت سره لاس او ګريوان دي. نړيوالې مرستې چې د جنوبي آسيا دې هېواد پرې تکیه کوله، ودرېدلې او په بهر کې یې شتمنۍ هم کنګل شوې.

ملګري ملتونه په خوست او پکتیکا کې زلزله ځپلو ته کورونه جوړوي

د بارا خان په نوم يو بل ځايي اوسيدونکی وايي چې د افغانستان د ختيځ دا وروسته پاتې سيمې چې زلزلې سختې ځپلې دي، له کلونو راهيسې د چارواکو له پاملرنې بې برخې دي.

هغه وويل: «تر زلزلې وروسته خلک راغلل او ویې ليدل چې د سيمې خلک په سخت مشکل کې دي. موږ آن يو کلينک او يو ښوونځي هم نه لرو.» هغه زياته کړه: «دلته ټول بې سواده لوې شوي دی.»

يو ان ايچ سي آر به تر ژمي وروسته د دوو ښوونځيو او يوه کلينک د جوړولو چارې هم پېل کړي.

په افغانستان کې وخت نا وخته زلزلې راځي، په ځانګړي توګه د هندوکش غره په لړۍ کې چې د ځمکې د يورو آسيايي او هندي تختو د اتصال نقطې ته څېرمه پروت دی.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

زلزله ځپلې کورنۍ تر خيمو او شنه آسمان لاندې ورځې شپې تيروي