1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

پړانګ په کرونا اخته سوی

۱۳۹۹ فروردین ۱۸, دوشنبه

د نيويارک ژوبڼ يو ماده پړانګ د اټکل له مخي له انسان څخه ويروس اخيستی دی. دا د خپل ډول لومړۍ پېښه اټکل کيږي.

https://p.dw.com/p/3aUnP
New York Bronx Zoo  Tiger Nadia Coronavirus
انځور: Reuters/WCS

د نيويارک په ژوبڼ کي څلور کلن ماده پړانګ «ناديه» د وچ ټوخي څخه کړيږي. د برونکس په نوم ژوبڼ چلوونکي شرکت ويلي چي دغه حيوان د کرونا په ويروس اخته سوی دی.

د نيويارک د ژوبڼونو او ځنګلي حيواناتو د ساتنې ادارې ويلي دي چي د اټکل له مخي د ژوبڼ له يو کار کوونکي څخه ناديه، ته دغه ويروس انتقال سوی دی. د ياد ژوبڼ د حيواناتو ډاکټر پاول کاله ويلي: «زموږ د معلوماتو له مخي دا د خپل ډول لومړۍ پېښه ده چي يو حيوان له انسان څخه د کويد ۱۹ ويروس اخلي.»

آيا نور حيوانات هم په کرونا اخته سوي؟

ناديه د مالیزیایي پړانګانو له نسل څخه ده. د ناديې پر خور چي «اڅول» نوميږي، سربیره پر دوو سايبريايي پړانګانو او درې افريقايي زمريانو کې هم د کرونا ويروس ځانګړي علايم څرګند سوي دي. خو تر اوسه د هغوی د وينې معاينه لا نه ده سوې.

New York Bronx Zoo  Coronavirus
د برونکس ژوبڼ په ۱۸۹۹ کال پرانستل سوی او دمګړی په کي ۴۰۰۰ حيوانات ستهانځور: Reuters/E. Munoz

زياته سوې چي د اړونده حيواناتو اشتها کمه سوې خو نور روغتيايي وضعيت یې ښه دی. دا لا نه ده څرګنده چي ايا په دغو حيواناتو کي به د کرونا د ويروس د ممکنه ناروغۍ پرمختګ څنګه وي. ويل سوي چي په دې ترڅ کي به د حيوانانو پوره مراقبت کيږي. اټکل کيږي چي دغه حيوانات به په صحي توګه په بشپړ ډول روغ سي.

د نيويارک  ښار څلور واړه ژوبڼونه د کرونا د خپراوي له اندېښنې تړل سوي دي. دا په داسي حال کي ده چي نيويارک د متحده ايالاتو هغه سيمه ده چي دمګړی پکښي د کرونا د مريضانو شمېر او په دې توګه د دغه ويروس بحران تر ټولو جدي دی.

اټکل کيږي چي د کرونا نوی ويروس له ځنګلي حيواناتو څخه انسانانو ته انتقال سوی او د چين په مليوني ښار ووهان کي د انسانانو تر منځ خپور سو. له هغه راهيسي يو شمېر داسي پيښي ثبت سوي چي احتمالا دغه ويروس له انسانانو څخه کورنی حيوانانو ته انتقال سوی دی. په دې ترڅ کي په هانګانګ کي دوه سپي او په بلجيم کي يوه پيشي په کرونا ويروس اخته سوي دي.

ag/aw/sr

زموږ له آرشیف څخه: