1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوځي دیپلوماسي، جنرال باجوه به سعودي عربستان څرنګه پوهوي؟

۱۳۹۹ مرداد ۲۸, سه‌شنبه

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د دغه هیواد د استخباراتي ادارې مشر ډګر جنرال فیض حمید، ریاض ته په سفر تللي، څو د سعودي عربستان د مشرتابه د انديښنو د لیرې کولو هڅه وکړي.

https://p.dw.com/p/3h8Ef
Saudi-Arabien General Qamar Javed Bajwa, Chief of Army staff (COAS)
انځور: ISPR

کله چې دوه کاله ترمخه عمران خان واک ته ورسید نو د پاکستان د اقتصادي ستونزو د ختمولو له پاره سعودي عربستان د شپږ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه. عام نظر دا دی چې د دغه مالي مرستې په ممکنولو کې جنرال باجوه مهم نقش لوبولی وو.

خو د انتقاد کوونکو په نظر د سعودي عربستان په هکله د عمران خان پالیسۍ مبهمه وه. د هغوی په آند کله پاکستان د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د منځکړتوب خبره کوله نو کله به یې د ترکیې او مالیزیا سره په ګډه د عربستان د ننګولو تاثر ورکاوه. وروستۍ ترینګلتیا هغه مهال رامنځ ته شوه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د کشمیر د کشالي په تړاو پر ریاض باندې انتقاد وکړ.

د سعودي غوښتنې

پوښتنه دا ده چې په اصل کې سعودي عربستان له پاکستانه څه غواړي؟ په اسلام آباد کې د ساینس او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون څخه ډاکټر بکاری نجم الدین په دې آند دی چې پاکستان باید په واضح ډول د ایران مخالفه لاره ونیسي. هغه د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «د سعودي عربستان اوسني مشرتابه په یو شمیر موضوعاتو کې سخت دریځ خپل کړی او ډیر په فعاله توګه د خپل نفوذ د زیاتولو هڅه کوي. په دې کې لویه ستونزه ایران دی. نو له دې کبله هغوی یقینا غواړي چې د ایران پر وړاندې پاکستان له سعودي عربستان سره ودریږي. خو د اسلام آباد له پاره دا کار کول ډیر ستونزمن دي.»

د هغه په خبره په راتلونکي وختونو کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د پخوا په څیر اړیکي ښې نه وي: «موږ باید له سعودي عربستان څخه د سخاوت توقع ونه لرو، بلکې ممکنه ده چې ریاض د پاکستان پر وړاندې نور هم سخت ګامونه پورته کړي.»

Mohammad bin Salman in Pakistan Imran Khan
انځور: Reuters

همداشان د دفاعي چارو شنونکی متقاعد جنرال غلام مصطفی د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «د سعودي عربستان دا هیله کیدای شي چې موږ د ایران ضد پالیسي غوره کړه، خو پاکستان د ایران مخالفه لاره نه شي نیولی. د ایران او عراق د جګړې پر مهال هم زموږ پالیسي بې طرفه وه او پاکستان به اوس هم دا غواړي چې خپله پالیسې بې طرفه وساتي.»

ځیني شنونکي بیا په دې آند دي چې اړیکي دومره خرابې نه دي لکه چې په اړه یې ویل کیږي. د دفاعي چارو کارپوه جنرال امجد شعیب په دې نظر دی چې دغه مسله هغه عناصر راپورته کوي چې د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمد قریشي څخه خفه دي چې ولې ورته د بهرنیو چارو وزارت وکرړل شوی دی.

د امجید شعیب په خبره دا سمه نه ده چې سعودي عربستان د غوسې له کبله له پاکستان څخه یو میلیارد ډالر بیرته اخیستي دي: «د سعودي عربستان اقتصاد له ستونزو سره مخامخ دی. نو که چیرې ریاض موږ ته راکړل شوې پيسې بیرته وغوښتې نو دې که څه خبره ده. هغه زموږ دوست هیواد دی او موږ یې باید په مجبوریت پوهه شو.«

په آسلام آباد کې د قاید اعظم پوهنتون له نړیوالې څانګې څخه ډاکټر ظفر نواز جسپال بیا د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو وړاندوینه کوي.

عبدالستار، اسلام آباد