1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پومپيو وايي چې د افغانستان سولې ته ژمن يو

۱۳۹۸ مهر ۲۸, یکشنبه

د متحده آيالاتو خارجه وزير مايک پومپيو د شنبې په ورځ وويل چې واشنګټن افغان سولې او ثبات ته ژمن پاته دی. په ورته وخت کې د ننګرهار ولايت يوه جومات کې د بريد قربانيان خاورو ته وسپارل شول.

https://p.dw.com/p/3Ras5
Mike Pompeo besucht Afghanistan
انځور: Reuters/J. Martin

د افغانستان د ننګرهار ولايت په يوه جومات کې د بمي چاودنې له کبله لږ تر لږه ۶۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د مسجد په کنډواله کې په مړو پسې پوليسو لټون لا جاري ساتلی وو چې د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د يوې پايښت لرونکې سولې په هکله خپل نظر ورکړ.

پومپيو د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په ۱۹مه) په يوه بيانيه کې ويلي دي: »موږ د افغانستان له خلکو سره ولاړ يو چې هغوی يوازې سوله او داسې راتلونکی غواړي چې د تاوتريخوالي له دغسې وحشتناکو کړنو څخه پاک وي.« د هغه اشاره د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال د هسکې مېنې د جودرې سيمه کې شوې چاودنې ته وه چې ۶۹ تنه پکې  ووژل او تقريبا ۵۰ تنه پکې ژوبل شول.

سهراب قادري چې د ننګرهار د ولايتي شورا غړی دی، وويل چې دغه جومات په يو وخت کې د څه د پاسه ۱۵۰ تنو ظرفيت لاره او ډک وو کله چې بمونه پکې وچاودل. د قادري په خبره »د ۶۹ تنو جسدونه د ماشومانو او سپينږيرو په ګډون اوس خپلو خپلوانو ته تسلیم شوي دي. په ورته وخت کې ډېر افغانان لا په افغانستان کې يوې سرتاسري سولې ته سترګې په لار دي.

خليلزاد هم سياسي حل غواړي

د افغانستان د سولې او پخلاينې له پاره د امريکا متحده آيالاتو ځانګړي استازي، زلمي خليلزاد هم د جمعې په ورځ په يوه تويت کې ليکلي چې له يوه امريکايي جنرال سره په خبرو کې چې افغانستان ښه پېژني په دې اړه د دوی نظرونه سره شريک ول چې د افغانستان د جګړې سياسي حل ته اړتيا ليدل کيږي. د هغه په خبره: »موږ توافق وکړ چې يو سياسي حل چې متحده آيالات له تروريستي ګواښونو څخه ساتي، موږ ته د دې اجازه راکوي چې د جګړې بار راکم کړو چې دا زموږ د ملي ګټو مطابق د افغانستان د دوو لسيزو پرمختګونه هم ژغوري.«

Afghanistan | Begräbnis der Opfer der Bombenattacke auf eine Moschee in Jodari
د ننګرهار د هسکې مېنې کليوال د وير پر ټغر ناست ديانځور: picture-alliance/AP Photo/W. Sabawoon

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار د بريد پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې، خو حکومت پر طالب جنګياليو د دې بريد د تر سره کولو تور لګولی دی. سهيل شاهين چې د طالبانو د سياسي دفتر وياند دی، د دې بريد مسئوليت رد کړی دی. په يوه تويت کې هغه غبرګه کړې ده چې د عيني شاهدانو په خبره دا د حکومتي ځواکونو د هوان په واسطه يوه حمله وه. په مسجد کې په شوې چاودنه کې يوه ټپي شوي کس، ۴۵ کلن ګلابستان ويلي دي چې مسجد بيخي ډک وو چې چاودنه پکې رامنځ ته شوه.

ګلابستان دا هم ويلي چې »لمونځ شروع شوی وو او د سپيڅلي قرآن آيتونه تلاوت کېدل چې يوه لويه چاودنه رامنځ ته شوه او ګرد چاپېره راباندې تياره خپره شوه.« هغه زياتوي چې له دې وروسته يې يوازې د ښځو آوازونه لا په ياد دي چې ورپسې په روغتون کې راويښ شو. نوموړی وايي چې هغه د خپل زوی د مرګ او دوو ورېرونو د ژوبل کېدو په هکله خبر شوی چې ژوبل شوي کسان اوس په روغتونو کې بستر دي.

د رويترز خبري اژانس يوه خبريال د جودرې په کلي کې د ۶۷ مړو له پاره تازه کيندل شوي قبرونه په خپلو سترګو ليدلي دي. اروپايي ټولنې په ورته وخت کې ويلي دي چې د دغه بريد هدف دا وو چې په افغانستان کې د سولې او پخلاينې هيلې له منځه يوړل شي. د ننګرهار په ولايت کې طالبان او د اسلامي دولت په نوم ډلو جنګيالي فعال حضور لري چې دغه ولايت په ختيځ کې له پاکستان سره هم ګډه پوله لري. د ملګرو ملتونو د يوه رپوټ په حواله سږ کال د جولای او سپتمبر مياشتو تر منځ ۴۳۱۳ ملکي کسان په افغانستان کې وژل شوي دي.     
RTR/NS/AWA