1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پومپيو نن له طالبانو سره ګوري

۱۳۹۹ آذر ۱, شنبه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير، مايک پومپيو، غواړي چې نن له طالبانو سره وويني.‌ هغه به په قطر کې د طالبانو او د افغان حکومت له مرکچي پلاوو سره جلا کتنې ولري.

https://p.dw.com/p/3ldwJ
Katar US-Außenminister Mike Pompeo
انځور: AFP/G. Cacace

د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، له افغان حکومت او طالبانو سره د جلا کتنو تر څنګ د قطر له واکمن، شيخ تميم بن حمد الثاني، او د قطر له خارجه وزير سره د پومپيو ليدنې هم تائيد کړې دي. پومپيو اوسمهال د اروپا او نزدې ختيځ پر سفرونو بوخت دی.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې د خبري اژانس په حواله د جمعې په ورځ‌ د افغان حکومت او طالبانو د سولې د خبرو پر طرز العمل باندې توافق کړی دی. د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ،‌ غواړي چې په افغانستان کې جاري پوځي‌ ماموريت ژر تر ژره پای ته ورسوي.

د ترمپ له خوا ټاکل شوي د متحده آيالاتو د دفاع نوي وزير،‌ کريستوفر ميلر، د د سه شنبې په ورځ‌  بې له دې چې د ناټو له نورو متحدينو سره همغږي موجوده وي،‌ د جنورۍ تر ۱۵مې پورې د ۲۰۰۰ نورو امريکايي سرتېرو د ايستلو خبره وکړه. 

Katar US-Außenminister Mike Pompeo zur Unterzeichnung Abkommen mit Taliban
انځور: AFP/K. Jaafar

آيا ترمپ به د طالبانو موقف پیاوړي کړي؟

دا په داسې حال کې ده چې د ترمپ کاري‌ دوره ډېر ژر پای ته رسيږي. د جنورۍ په ۲۰مه به ښايي‌ دموکرات پخوانی مرستيال ولسمشر، جو بايدن، د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

بل لوري ته پر افغان امنيتي‌‌ ځواکونو باندې د طالبانو بريدونه په دې وروستيو کې ډېر شوي دي. منتقدين خبرداری ورکوي چې د امريکايي ځواکونو عجولانه وتنه ښايي په افغانستان کې د طالبانو موقف پياوړی کړي.