1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

پولیس د افغانستان او پاکستان د لوبې پر مهال شخړې څیړي

۱۳۹۸ تیر ۱۲, چهارشنبه

پولیسو د کریکټ نړیوال جام په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لوبې پر مهال د نندارچیانو تر منځ د رامنځ ته شوې شخړې په اړه څیړنې پیل کړي دي. د دې شخړې په تړاو څو تنه نیول شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/3LVen
ICC Cricket World Cup | Pakistan vs. Afghanistan
انځور: Action Images via Reuters/L. Smith

د بریتانیا پولیسو ویلي دي چې د شنبې په ورځ افغانستان او پاکستان د کریکټ لوبډلو ترمنځ د تر سره شوې لوبې پر مهال چې په «لیډز» ښار کې وشوه، یې داسې رپوټونه ترلاسه کړي چې نندارچیان له دیواله اوښتي وو، د لوبغالي په دروازه کې پر ولاړ یوه کارمند یې برید کړی او د لوبې یو لیدونکی بیا د لوبې میدان ته هم ننوتی وو.

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې دا هم لیدل کیږي چې له لوبغالې بهر یو شمیر مینه وال یو له بل سره په جګړه بوخت دي.

د پولیسو په حواله په تلیفونونو کې ثبت شوې ویډیوګانې ښيي چې پر خلکو بریدونه کیږي. پولیسو پر هغه چا چې د دې حالت قرباني وي او یا یې هم هغه په خپلو سترګو لیدلي وي، او یا دا چې د رامنځ ته شویو شخړو ثبت شوې ویډیو ګانې لري، غږ کړی دی چې ورسره اړیکه ونیسي. د  پولیسو یوه چارواکي کریس بووین، ویلي چې پولیسو د دې اړتیا لیدلي ده چې د پیښې په اړه باید هر اړخیزه جنایي څیړنه وشي.

هغه زیاته کړې: «که څه هم دا منزوي پیښې دي، چې په کې د لوبې د لیدونکو ډیره لږه برخه ښکیله وه، خو بیا هم هغه صحني چې رامنځ ته شوې د کریکټ په یوې لوبې کې بې سارې وې.»

دغه چارواکي ویلي دي چې که څه هم پولیسو ته داسې کوم رپوټ نه دی رسیدلی چې څوک دې ټپي شوی وي، خو بیا هم ویډیوګانې ښيي چې پر خلکو باندې بریدونه شوي دي.

(ms/sr (afp