1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوليسو په پاريس کي يو غېرقانوني مهاجر کمپ خالي کړ

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ تیر ۹, چهارشنبه

د فرانسې پوليسو په پلازمېنه پاريس کي د مهاجرو يو غېر قانوني کمپ خالي کړ. د پاريس په شمال کي واقع په دغه کمپ کي تقريبا ۵۰۰ مهاجر راټول سوي ول.

https://p.dw.com/p/1JFZy
انځور: Getty Images/AFP/M. Alexandre

پوليسو د چهارشنبې ورځي (د ۲۰۱۶ کال د جون ۲۹مه نېټه) په سهار د پاريس په شمال کي د مهاجرو یو غېر قانوني کمپ خالي کړ.

د فرانسې ورځپاڼي «فيګارو» د خپلې چهارشنبې د ورځي په ګڼه کي په دې تړاو راپور ورکړی دی. د يادي ورځپاڼي د راپور پر اساس د پوليسو د خالي کولو د عملياتو پر وخت په کمپ کي تقريبا ۵۰۰ مهاجر موجود ول.

راپور زياته کړې چي په کمپ کي موجود مهاجر د سرويس موټرو په مرسته و نژدې واقع نورو مهاجر کمپونو ته انتقال کړل سول. زياته سوې چي د ياد کمپ خالي کول بېله کومي پيښي پای ته رسېدلي دي.

دغه کمپ چي د پوليسو له خوا خالي کړل سوی دی، د جون په مياشت کي د سوډان، ايريتريا او افغانستان څخه د راغلو مهاجرو له خوا جوړ کړل سوی ؤ. يادو مهاجرو د اورګاډو و سټېشن ته نژدې په پاجول نومي لوی سالون کي خېمې وهلي وې.

د ورځپاڼي د راپور پر اساس په خالي کړل سوي غېر قانوني مهاجر کمپ کي اکثريت هغه کسان ول چي له کالې څخه راغلي ول. د کالې له سيمي څخه پوليسو د روان مېلادي کال په پېل کي مهاجر ايستلي ول. د کالې دغه په «ځنګل» مشهور صحرايي او غېر قانوني کمپ د خالي کولو پر وخت پکښي په زرهاؤ مهاجر اوسېدل.

د پاريس په شمال کي په دوامداره توګه غېر قانوني مهاجر کمپونه رامنځ ته کيږي. د ورځپاڼي د راپور پر اساس د ۲۰۱۵ کال د جون مياشتي راهيسي پوليسو ۲۵ ځله عمليات کړي او په ترڅ کي يې ۱۱۳۰۰ مهاجر له غېر قانوني کمپونو را ايستلي او نورو ځايونو ته انتقال کړي دي. د راپور پر اساس بعضي وخت د کمپ په خالي کولو کي له زور څخه هم کار اخيستل سوی دی.