1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

پوليس: د سویډن د شاهي کورنۍ غلا شوي گرانبيه توکي موندل شوي

۱۳۹۷ بهمن ۱۷, چهارشنبه

په ستاکهولم کې د شاهي کورنۍ د غلا شوو گرانبيه توکو (جواهرات) په اړه محاکمه هغه وخت وځنډول شوه، چې ياد توکي په يوه کثافتدانۍ کې وموندل شول. چارواکي اوس د دغو گرانبيه توکو کره والی تشخیصوي.

https://p.dw.com/p/3Co05
Schweden Diebstahl historischer Kronjuwelen bei Stockholm
انځور: picture-alliance/dpa/Politie Zweden

د سويډن په پلازمېنه ستاکهولم کې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د فبروري میاشتي ۵ نیټه) د یوه ځوان محاکمه چې د سویډن له يوې کلیسا څخه د شاهي کورنۍ د گرانبيه توکو یا ګاڼو په غلا تورن دی، هغه وخت وځنډول شوه چې د یادو غلا شوو توکو د موندلو خبر ورکړل شو. چارواکو د محاکمې پرمهال وويل چې غلا شوي شيان د ستاکهولم ښار په يوه کثافتدانۍ کې موندل شوي دي.

د ۲۰۱۸م کال په جولای میاشت کې یوه ډله غله په دې وتوانیدل چې د ستاکهولم ښار په غربي څنډه کې د یوې تپې پر سر پرتې کلیسا څخه د شاوخوا ۶۵ میلیونه کرونو (۷،۱) میلیون ډالرو په ارزښت د دې هیواد د شاهي کورنۍ ځيني گرانبيه توکي غلا کړي او بیا په دې سیمه کې د یوه جهیل له لاري په تیښته بریالي شي.

Schweden, Strangnas: Unbekannte stehlen Kronjuwelen aus Kathedrale
انځور: picture-alliance/dpa/P. Stenberg

د سویډین پولیسو ویلي دي چې دوی د ستاکهولم ښار په شاوخوا کې احتمالا د سویډن د نهم پاچا کارل اړوند غلا شوي گرانبيه توکي موندلي دي. د دې هیواد چارواکو ویلي دي چې دوی په شدت سره کار کوي څو د موندل شوو شاهي توکو کره والی تشخیص کړي.

د سویډن د شاهي کورنۍ اړوند د دغو غلا شوو توکو د غلا په تور یو ۲۲ کلن سویډنی اوسمهال په توقیف کې دی او محکمې ته وړاندي شوی دی. پر نوموړي تور دی چې یاد شيان یې له یوې داسې ښیښه خانې څخه غلا کړي چې د خطر په زنګ مجهزه وه.

تورن کس د تیر میلادي کال د سپتمبر میاشتې پر ۱۲ نیټه نیول شوی، خو د هویت په هکله یې معلومات لا هم نه دي خپاره شوي. د دې هیواد چارواکو د یادې پیښې په اړوند یو بل کس هم نیولی دی، خو تر اوسه پورې په کوم جرم تورن شوی نه دی.

دغه غلا شوي گرانبيه توکي په هغو توکو کې راځي چې د پاچا له جسد سره یوځای په تابوت کې خاورو ته سپارل کیږي څو د شاهي کورنۍ هویت او ټولنیز مقام ترې معلوم شي. دغه توکي د ۱۵۵۰ او ۱۶۱۱ میلادي کلونو په موده کې د سویډن د نهم پاچا چارلیس اړوند دي. په دې گرانبيه توکو کې د پاچا چارلیس د دوهمې میرمنې کریستینا له پاره جوړ شوی یو تاج هم شامل دی.

د یادو توکو یوه برخه د ستاکهولم په شاهي کلا کې په یو شمیر خوندي صندوقونو کې ساتل کیږي او ځینې نور یې بیا د شترانګناس، اوپسالا او واستیراس په نامه د دې هیواد په کلیساګانو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.