1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپولنډ

پولنډ له سلواکیا سره سرحدي کنترول غځولی دی

۱۴۰۲ آذر ۱۱, شنبه

پولنډ په پام کې لري چې له سلواکیا هیواد سره مؤقتي سرحدي کنترول د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ میاشتې تر دویمې نیټې پورې وغځوي.

https://p.dw.com/p/4ZhZz
Polen führt vor Nato-Gipfel wieder Grenzkontrollen ein
انځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

د پولنډ حکومت غواړي له دې اقدام سره د سلواکیا له مسیر څخه خپلې خاورې ته د مهاجرو د داخلیدو د دوامداره هڅو مخه ونیسي. سلواکیا، تر ټولو په لومړي قدم کې له منځني ختیځ او افغانستان څخه د راتلونکو پناه غوښتونکو له پاره د یوه ترانزیټي هیواد حیثیت لري یا په بل عبارت د منځني ختیځ او افغانستان د مهاجرو له خوا د ترانزیټي هیواد په توګه کارول کیږي.

ډیر شمیر انسانان په اصطلاح د بالکان مسیر او د دغه غیر اروپایي هیواد (سربستان) له لارې اروپایي اتحادیې ته داخلیږي.

د پولنډ سرحد ساتونکو د جمعې (د دسمبر میاشتې لومړۍ نیټه) په ورځ په ایکس (پخواني ټویټر) شبکه کې خبر وړکړی دی چې د پولنډ او سلواکیا په سرحد کې مؤقتي کنترول د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ تر دویمې نیټې پورې غځول شوی: «کنترول به یوازې د پولنډ پر لور تلونکو مسافرو په برخه کې دوام وکړي.«

پولنډ، چک جمهوریت او اتریش هیوادونو د اکتوبر میاشتې په ۴ نیټه له سلواکیا سره د خپلو سرحدي پولو کنترول سخت کړ. تیره میاشت سلواکیا هم د یوه ورته اقدام په ترڅ کې له هنګري هیواد سره خپل مؤقت سرحدي کنترول د دسمبر میاشتې تر ۲۳ نیټې پورې د غځولو پریکړه وکړه.

المان هم په خپل وار سره په دې وروستیو کې د پناه غوښتوونکو او مهاجرو د مخ پر زیاتیدونکي شمیر په پام کې نیولو سره له پولنډ او سلواکیا هیوادونو سره د خپلو سرحدي پولو کنترول سخت کړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

په پولنډ کي د اوکرایني مهاجرو حالت