1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

پولنډ اوکراین ته لا زیاتې جنگي الوتکې ورکوي

۱۴۰۲ فروردین ۲۵, جمعه

پولنډ غواړي پنځه نورې میگ ۲۹جنگي جټ الوتکې د اوکراین په اختیار کې ورکړي. خو د دې کار له پاره باید دغه هیواد لومړی د برلین اجازه ترلاسه کړي. ټاکل شوې ده چې د المان دفاع وزارت به نن د جمعې په ورځ په رسمي ډول هغه تائید کړي.

https://p.dw.com/p/4Q3sD
MiG-29
انځور: Sasa Radic/AP/picture alliance

د پنجشنبې په ورځ په برلین کې حکومتي کړیو «اوکراین ته د پخواني شوري اتحاد ساخت جنگي الوتکو، چې د پخواني دیموکرات آلمان پورې یې تعلق درلود، د سپارلو له پاره د اجازې اخیستلو په اړه د پولنډ له خوا د یوه غوښتنلیک ترلاسه کول» تائید کړي دي.

آلمان پولنډ ته د دافع هوا سیستم انتقالول پيلوي

د آلمان د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس هم د دغه غوښتنلیک ترلاسه کول تائید کړي او زیاته کړې یې ده: «ژمنه ورکوو چې زموږ پولنډي شریکانو ته به د نن ورځې په جریان کې ځواب ورکړل شي». په پولنډ کې د دفاع وزارت تر اوسه پورې په دې اړه خپل نظر نه دی څرگند کړی.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

وروسته له دې چې د آلمان حکومت اجازه ورکړه، د المان د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس غواړي همدا د جمعې په ورځ لا اوکراین ته د دغو الوتکو استول په رسمي ډول تائید کړي. پیستوریوس د پنجشنبې په ماښام د افریقایي هیواد مالي په پلازمېنه بماکو کې وویل، د ورځې په اوږدو کې په خپل وزارت کې تر رای گیرۍ وروسته به په لیکلې بڼه رسمي تائید صادر کړای شي.

په ۱۹۹۰م کال کې د آلمان تر يووالي وروسته، اوسني آلمان له پخواني آلمان یا DDR څخه ۲۴ جنگي جټ الوتکې ترلاسه کړې وې. په هغه وخت دغه الوتکې په نړۍ کې تر ټولو عصري جنگي جټ الوتکې وې. په ۲۰۰۴ م کال کې برلین له هغې ډلې ۲۲ هغه یې د پولنډ په اختیار کې ورکړې.

له پاتې دوو الوتکو څخه یو یې د سقوط له کبله لمنځه ولاړه او دویم یې په یوه موزیم کې د نندارې له پاره ایښودل شوې ده.

فنلنډ اوکراین ته د «لیوپارد۲» ټانکونو پر لیږلو فکر کوي

پولنډ مخکې تر دې هم څو میگ ۲۹ ډوله جنگي جټ الوتکې د اوکراین په اختیار کې ورکړي دي. خو دغه هیواد اوکراین ته د الوتکو د سپارلو له پاره باید د آلمان د حکومت رسمي اجازه ولري.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز