1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

پوزه کې د ګوتې وهل خطرناکه کیدی شي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۳, شنبه

کله چې به پوزه کې لاس وهو او د کوم چا راته پام شي نو د شرم احساس کوو.خو دا کار نه یوازې دا چې یو بد عادت دی، بلکې ساینسي څېړنو ښودلې چې که ګوتې په مکرر ډول او ډېرې ژورې پوزې ته ننوځي، د ناروغۍ لامل کېدای شي.

https://p.dw.com/p/4RIxh
Affe, der in der Nase bohrt
پوزه کې ګوته وهل خطرناک تمامیدلی شيانځور: imago stock&people

"په پوزه کې خپله ګوته مه اچوه!" - زموږ غوږونه له ماشومتوب راهیسې له دې جملې سره اشنا دي. ماشومان معمولا پرته له دې چې وشرمیږي، په مکرر ډول خپله ګوته په پوزه کې اچوي. دا د دوی لپاره لکه د بتي ګوتي د ځبیښلو په څیر دی. ماشومان اکثرا د بې خوبۍ یا تجسس له امله خپله ګوته په پوزه کې اچوي ترڅو معلومه کړي چې د دوه تیاره سوریو تر مینځ څه پټ دي چې راویې وباسي. دا په حقیقت کې یو طبیعي شی دی، مګر دا کولی شي خطرناکې پایلې ولري.

پوزه کې د ګوتې اچول یا لاس وهل تل د مختلفو ساینسي څیړنو موضوع وه.

د اوریدلو مرستندویه دستګاه کولای سي د عقل د زوال مخنیوی وکړي

 د مثال په توګه، د اسټرالیا څیړونکو په موږکانو باندې په تجربو کې ثابته کړې چې «کلامودیا پنویمونیا» باکتریا په پوزه کې د عصبي رشتو په مرسته ځان مغزو ته رسوي.

د دې څیړنې پایله د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې په ځانګړي پورټل "نیچر یا طبیعت" کې خپره شوه.

څیړونکو د «کلامودیا پنویمونیا»  باکتریا او د الزایمر ناروغۍ سره د مرکزي عصبي سیسټم د عفوني کیدو  ترمنځ اړیکه موندلې ده. کله چې ذکر شوی باکتریا په بدن کې ګرځي، مغزي حجرې ورته غبرګون ښیې ​​او په پایله کې "امیلوډ بیټا"  پروټین تولیدوي. دا پروټین د عقل د کمزورۍ لامل پیژندل کیږي، چې د الزایمر ناروغانو په مغزو کې تر ډیره موندل کیږي. خو په عين حال کې نورې ناروغۍ هم په پوزه کې د ګوتې د اچولو په نتيجه کې رامینځته کیدی شي.

په پوزه کې د خپلې ګوتې داخلول، هغه هم په کلکه او د اوږدې مودې لپاره، د پوزې حساسو مخطو ته زیان رسوي. دا ډول ټپونه نه یوازې د پوزې د وینې لامل کیدی شي، بلکې ځینې وختونه د پوزې سیپټم یا د دوو سږمو ترمنځ داخلي دیوال هم ماتوي. دا کار ان کولی شي د پوزې د لارو د تنګیدو لامل شي او په دې توګه د نفس اخیستو سیستم خراب کړي او  د ډیرو سختو ټپونو په صورت کې باید ان پوزه عملیات شي.

ډیری نارینه خپله ګوته پوزي ته اچوي

ډیری خلک خپلې ګوتې هغه مهال پوزي کې داخلوي چې فکر کوي د چا ورته پام ندی. د کور د څلورو دیوالونو تر څنګ ددې کار له پاره بل ټر ټولو ښه ځای د هغوی له پاره موټر دی. د بیلګې په توګه کله چې سور څراغ ته په تمه ولاړ وې نو ګوته پوزي ته اچوي او غواړي چې پاکه یې کړي.

د یوې نظرپوښتنې پایلې چې د جرمني لیکوال کریسټوف ډروسر لخوا د هغه کتاب "موږ آلمانان څه عادتونه لرو" لپاره ترسره شوي ښودلې چې ۶۲٪ نارینه او ۵۱٪ میرمنې دا کار کوي. اصلي شمیره شاید لوړه وي، ځکه چې څوک به دا ومني چې د دوی پوزې ته وخت نا وخت ګوتې دننه کوي؟