1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

پوتین: غربیان غواړي روسیه تجزیه کړي

۱۴۰۱ دی ۴, یکشنبه

د روسیې جمهوررییس ولاد یمیر پوتین پرغرب باندي تور ولګاوه، چي غواړي روسیه «تجزیه» کړي.

https://p.dw.com/p/4LQ4u
Russland l Rede von Präsident Putin, Sitzung des Vorstands des russischen Verteidigungsministeriums
انځور: Sergei Fadeichev/Sputnik/Pool via REUTERS

د پوتین د مصاحبې په یوه برخه کي چي نن یکشنبه د روسي دولتي ټلویزون لخوا نشر سوه، راغلي، چي « زموږ د جغرافیايي دښمانانو د دغه ګرده سیاست اساس زموږ د روسیې، زموږ د تاریخي روسیې تجزیه کیدل دي». هغوی «همیشه کوښښ کړی دی، چي موږ سره وویشي او فتح مو کړي». خو په خبره یې د ده هدف بل دی، او هغه د « روسي ولس د متحد کولو هدف» دی. 

پوتین د اوکراین په مقابل کي د« تاریخي روسیې» د طرحي مطابق خپل لس مياشتنی جنگ حق په جانبه وباله، د کوم پراساس چي اوکراینیان او روسان یو ملت دی. هغه همدارنګه وویل، چي «موږ پر سمه خوا حرکت کړی دی، موږ د خپلو ملي منافعو، خپلو خلګو او ولس څخه دفاع کوو». هغه پر کیف او غرب باندي تور ولګاوه، چي د مسکو برخلاف خبرو اترو او معاملې ته نه دي حاضر.