1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین شولڅ او مکرون ته: اوکراین ته درنې وسلې مه ورکوئ

۱۴۰۱ خرداد ۸, یکشنبه

د آلمان او فرانسې رهبران په ټيلفوني اړيکه کې پوتین څخه له اوکراینه د روسي ځواکونو د وتلو غوښتونکي شول. پوتین اوکراین ته د درنو وسلو د ورکړې په تړاو خبرداری ورکړی او وايي که تحریمونه لري شي تیار دی چې غله صادره کړي.

https://p.dw.com/p/4C0bd
Kombobild Vladimir Putin - Olaf Scholz - Emmanuel Macron

د روسېې ولسمشر، ولاديمیر پوتین، د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ او د فرانسې له ولسمشر امانویل ماکرون سره د شنبې په ورځ په ۸۰ دقیقه يي ټيلفوني اړیکه کې اوکراین ته د درنو وسلو پر ورکړې خبرداری ورکړ. د آلمان حکومت ویاند، شتفن هبشترایت، پر ټويټر ليکلي دي، صدراعظم او د فرانسې ولسمشر یو ځل بیا د فوري اوربند په لزوم، د روسي ځواکونو پر وتلو او همدارنګه د اوکراین جګړې ديپلوماتيک حل باندې ټينګار کړی دی. هغوی د روسېې له ولسمشر څخه غوښتي دي چې له خپل اوکرايني سيال سره مخامخ خبرې وکړي.

پوتین دغه خبرداری داسې وخت ورکوي چې کيف له لويديځ څخه اوکراین د درنو وسلو پر ورکړې ټينګار لري.

د کرملین چارواکو په وینا، پوتین د شخړې د حل په موخه د مذاکراتو د بيا پيلیدو له پاره د مسکو پر تمایل ټینګار کوي، خو د مذاکراتو د تعلیق پړه پر اوکراین اچوي او اوکراين مقصر ګني.

شولڅ او ماکرون د شاوخوا ۲۵۰۰ اوکرایني عسکرو د آزادولو غوښتونکي شول، کوم چې د ماريوپول د فولادو په کارخانه کې د روسيي ځواکونو په اسارت کې راغلي دي. شولڅ او ماکرون له جنګي اسیرانو سره د چلند په ارتباط د پوتين ژمنه د ژنیف کنوانسیون مطابق مثبت ښودلی دی.

پوتین: د غلو صادرات د تحریمونو د لغوه کولو په بدل کې

د کرملین چارواکو اعلان کړې چې د آلمان او فرانسې له رهبرانو سره د پوتین په ټيلفوني اړیکه کې په نړۍ کې د غذايي موادو د تامین پر موضوع هم خبرې شوي دي. پوتين یو ځل بیا د اوکراين غلو د صادراتو په اړه خپل شرط مطرح کړی او ويلي دي چې پر روسېې د لګول شوو تحریمونو د لغوه کولو په صورت کې حاضر دی غله صادره کړي. پر اوکراین د روسېې تر يرغل وروسته په نړۍ کې د خوراکي موادو بېې لوړې شوي دي.

لويديځ هیوادونه د هغې له ډلې آلمان او فرانسه له روسېې څخه غواړي تر څو په توره بحیره کې د اوکرایني بندرونو محاصره پای ته ورسوي تر څو اوکراین وشي کړی خپل د غنمو صادرات له سره پیل کړي.

پوتین د غذايي موادو د تامین په برخه کې د ستونزو واقعي دلایل، د غربي هیوادونو د غلطو اقتصادي او مالي سیاستونو پایلې او همدارنګه روسیه باندې لګول شوي تحریمونه بولي.

اوکراین: پوتین باج اخليٍ

د کرملین په بیانه کې ويل شوي چې روسیه د غلې د خنډ پرته صادراتو له پاره، پر مختلفو انتخابونو، له هغې ډلې د تورې بحیرې له لارې د اوکرایني غلو دانو پر حمل او نقل، خبرو ته تیاره ده. خو کیف بیا مسکو باندې تور لګوي چې په نړۍ کې له لوږۍ سره د مبارزې موضوع له تحریمونو سره تړي او په دې کار سره باج اخلي.

روسیه او اوکراین د غلو ستر صادرونکي هیوادونه دي چې دواړه د نړۍ د غذايي موادو په تامين کې مهم رول لري.

دا وخت د اوکراین یو شمیر بندرونه د روسي ځواکونو له خوا اشغال شوي دی او په اودیسه بندر کې هم اوس مهال د غلو دانو بارګیري امکان نه لري، ځکه دغه بندر د روسېې جنګي کښتیو له خوا تړل شوی او له بلې خوا په سمندر کې د مایونونو د شتون خطر موجود دی.

د اوکراین په ختيځ کې د جګړې ادامه

Ukraine | Krieg | Evakuierte in Saporischschja
د لیمان سیمې څخه خلک د وتلو په حال کې انځور د می میاشتې له ۱۱مې څخهانځور: Evgeniy Maloletka/AP Photo/picture alliance

په داسې حال کې چې کيف له لويديځ څخه اوکراین ته د درونو وسلو په ورکړې ټينګار کوي، د يکشنبې ورځې رپوټونه وايي چې روسي ځواکونو د اوکراین په ختيځ کې جګړو ته زور ورکړی دی.

رويټرز له کيف څخه لیکي روسېې ځواکونو د يکشنبې په ورځ د اوکراين په ختيځ کې د لیمان ښار تر نيولو وروسته د سیورودونتیسک پر ښار خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

سیورودونیستک د لیمان څخه شاوخوا ۶۰ کيلومترۍ لرې، د دنباس په لویديځ کې پروت دی. دنباس په سیمه کې د اوکراین تر ټولو ستر ښار دی چې لاهم د اوکراین په لاس کې دی.

د روسېې دفاع وزارت د شنبې په ورځ وويل چې د دوی او د روسي پلوه بيلتون غوښتونکو متحدينو ځواکونو د لیمان ښار کنټرول په بشپړه توګه په لاس کې نيولی دی. لیمان د دونیتسک هغه سیمه ده چې د اورګاډو ليکو د يو ځای کيدو يو ستیشن په کې واقع دی.

خو د ZN.ua په نوم ويبپاڼه د اوکراین د دفاع مرستيالې وزيرې، هنا مالیار له قوله ليکي چې په لیمان کې لا هم جګړه ادامه لري.

دویچه ویله ف/آ/م.ک.ص./ا.ا.