1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتین د چين او هند له رهبرانو سره خبرې کوي

۱۴۰۲ تیر ۱۲, دوشنبه

د روسيې ولسمشر به روانه اوونۍ په یوه څو اړخيزه غونډه کې برخه واخلي. ولاديمیر پوتین د واګنر ملېشې تر وسله وال بغاوت وروسته په لومړي ځل دغه ډول یوه نادره غونډه کې برخه اخلي کوم چې ګډونوال هېوادونه ېې لاهم له هغه ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/4TLIk
د روسيې ولسشمر، ولاديمیر پوتین
د روسيې ولسشمر، ولاديمیر پوتینانځور: Sergei Bobylev/Pool Sputnik Kremlin/AP/picture alliance

رهبران به د شانګهای د همکاریو سازمان په دغه غونډه کې د سه شنبې په ورځ په مجازي بڼه غونډه ولري. د شانګهای د همکاریو سازمان یوه امنيتي ډله ده چې د چین او روسيې له خوا د آسیا له غرب نه نېولې د هند تر سمندر پورې ساحه کې د غربي اتحاد د مقابلې له پاره جوړه شوې ده.

سږکال د دغې غونډې کوربتوب هندوستان کوي. هند په ۲۰۱۷م کال کې د دغه سازمان غړی شو. دا د هندوستان د صدراعظم نریندرا مودي له پاره تر ټولو وروستی او تازه فرصت دی چې هغه به پکې د خپل هیواد د مخ پر ودې نړېوال نفوذ ښودنه کوي.

ورته نور ولولئ:  ايا چين او روسيه به د نړۍ نظام بدل کړلای سي؟

دغې ډلې تر اوسه پورې په خپلو غونډو کې د امنيتي او اقتصادي همکاريو پر غښتلتیا، د تروریزم او مخدره موادو پر وړاندې مبارزې، اقليمي بدلون سره مبارزه او په ۲۰۲۱م کې د طالبانو له واکمنېدو راهېسي د افغانستان پر وضعیت تمرکز درلودلی دی.

د نوي ډيلي غونډه د روسيې له پاره د بل هر وخت په پرتله ډېره مهمه ده، ځکه مسکو په دې کار سره لويديځ ته ښيي چې د روسيې په منزوي کولو کې پاتې راغلی دی. د شانګهای د همکاريو په سازمان کې د منځنۍ آسیا هيوادونه، قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستا او ازبکستان هم شامل دي کوم چې روسيه پکې ژور نفوذ لري.

پاکستان هم په ۲۰۱۷م کال کې د دغې ډلې غړی شو او په پام کې ده چې ایران هم د سه شنبې په ورځ پکې ورګډ شي.

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین (ښي لور) او د هند صدراعظم نریندرا مودي
د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین (ښي لور) او د هند صدراعظم نریندرا موديانځور: Pib Pho/Press Information Bureau/ZUMAPRESS.com/picture alliance

د دغې ډلې هيڅ غړي هیواد تر اوسه د ملګرو ملتونو سازمان په پريکړه لیکونو کې روسیه نه ده غندلی او له دغه کار څخه ېې ډډه کول غوره کړي دي. 

ورته نور ولولئ:  د شانگهای د همکاريو سازمان کي د افغانستان په اړه بحث

په هند کې د سبانۍ غونډې د اهمیت په هکله د جنوبي آسیا انستيتوت د ویلسن مرکز مشر، میخایل کوګیلمن وايي: «د شانګهای د همکاریو سازمان د معدودو مهمو نړېوالو فرصتونو څخه یو دی چې پوتین باید په کې خپل قدرت او اعتبار ښکاره کړي.»

چین د روسيې او اوکراین تر منځ د منځګړيتوب له پاره خپل یو استازۍ واستاوه او هندوستان بیا د دغې شخړې د حل له پاره د سوله ايزې حل لارې غوښتنه کړې ده.

اسوشتيد پریس له نوي ډيلي څخه په خپل رپوټ کې ليکي چې دغه غونډه شخصاً د پوتين له پاره یو مناسب فرصت په لاس ورکوي تر څو وښيي چې هغه د واګنر ډلې تر لنډ بغاوت وروسته هم هر څه په خپل کنټرول کې لري.

ورته نور ولولئ:  چین او روسیه خپلې سوداګریزې اړیکې پراخوي

د بروکینګیز بنسټ په نوم د یو غیرانتفاعي او ناپېلی امریکايي موسسې ارشد غړی، تانوي مدن، وايي: «پوتین به خپل شریکانو ته ډاډ ورکړي چې هغه لا هم یو ډېر قوي مسئول دی او د حکومت پر وړاندې ېې د ننګونه د لمنځه وړلو په برخه کې به هيڅ شک پرې نه ږدي.»

Xi Jinping zu Besuch in Moskau
د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین (ښي لور) د چین له ولسشمر شي جين پينګ سره په مسکو کې انځور: Russian Presidential Press Office/AP/picture alliance

هندوستان په می میاشت کې اعلان وکړ چې دغه غونډه به د تېرکال خلاف د حضوري پر ځای، په آنلاین بڼه دایره شي. تېرکال د شانګهای د همکاريو سازمان غونډه د ازبيکستان په سمرقند کې جوړه شوې وه چې پوتين پکې له نورو رهبرانو سره کتنه او د انځورونو اخیستل رد کړي وو.

ورته نور ولولئ:  «روسیې ته د واګنر د سرتیرو ننوتل»؛ په مسکو کې د ترهګرۍ ضد اقدامات

هندوستان په داسې وخت کې د ولادیمیر پوتين او د چين د ولسمشر شي جين پينګ کوربتوب کوي چې صدراعظم نريندرا مودي همدا دوه اوونۍ مخکې په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر جو بایدن سره وکتل او ډېر تود هرکلی يې وشو.

(AP)mks/nz 

زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلئ شئ: