1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

پوتین د ایران نوي ولسمشر ته مبارکي ورکړې

۱۴۰۳ تیر ۱۶, شنبه

د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین د ایران په انتخاباتو کې اصلاح طلبه نوماند، مسعود پزشکیان ته د بریا مبارکي ورکړې ده. پزشکیان د انتخاباتو په دوهم پړاو کې له ۱۶ میلیونه ډېرې رايي چې ۵۴ سلنه جوړوي، ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/4hxnU
د روسيې ولسمشر، ولادمیر پوتين
د روسيې ولسمشر، ولادمیر پوتينانځور: Vyacheslav Prokofyev/ITAR-TASS/IMAGO

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ، کريملین، د شنبې په ورځ وويل چې ولسمشر ولادمير پوتين د ایران په انتخاباتو کې اصلاح طلبه نوماند مسعود پزشکان ته مبارکي ورکړې ده.

پوتین پزشکیان ته د مبارکۍ په یو پیغام کې لیکلی: «زه هيله لرم چې د ولسمشر په توګه ستاسو دوره زموږ د دوستو خلکو تر منځ د رغوونکو دوو اړخیزو همکاريو په تقویت کې مرسته وکړي.»

پر ایران او روسيې د غرب له لوري سخت تحریمونه لګول شوي دي. پوتین ويلي چې دواړه هېوادونه کولی شي«په رغوونکې شېوه د نړيوالو مسايلو د حل و فصل له پاره خپلې هڅې همغږې کړي.»

د ایران نوی ولسمشر، مسعود پزشکیان
د ایران نوی ولسمشر، مسعود پزشکیانانځور: Atta Kenare/AFP/Getty Images

مسعود پزشکان د ایران په ولسمشريزو انتخاباتو کې له ۱۶ ميليونو ډېرې راېې ګټلي چې شاوخوا ۵۴ سلنه جوړوي. د هغه فوق العاده محافظه کار رقیب سعيد جلیلی رايې بیا له ۱۳ میلیونو ډېرې چې ۴۴ سلنه جوړوي.

د ایران د ولسمشرۍ انتخاباتو په دوهم پړاو کې شاوخوا ۳۰ میلیونه راي ورکو خپلې راېې ورکړې. د انتخاباتو لومړی پړاو د جون میاشتې په ۲۸مه ترسره شوی وو.

۶۹ کلن مسعود پزشکیان د زړه جراح دی. هغه د یوې عملي بهرنۍ پالیسۍ د تقویت ژمنه کړې تر څو ېې موجوده کړکيچونه راکم او د نړۍ له زبرځواکونو سره د مذاکراتو له لارې ېې د ایران د ۲۰۱۵ اټومي پروګرام بېرته احیا کړی وي.

په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات په ۲۰۲۵ کال کې ترسره کېدل، خو د چورلکې د لوېدو په پېښه کې د مخکني ولسمشر ابراهیم رئيسې د مړېنې په دلیل له وخت مخکې ترسره شول.

 (AFP)mks/aa/

له آرشيف څخه: