1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین او اردوغان په تهران کې له رئيسي سره ګوري

۱۴۰۱ تیر ۲۸, سه‌شنبه

د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتین غواړي تهران ته سفر وکړي او هلته له خپلو سیالانو رئيسي او اردوغان سره وګوري. د دوی په خبرو کې به د سورېې پر وضعیت باندې تمرکز وي او همدارنګه په اوکراین کې د جګړې مسئله به هم مطرح شي.

https://p.dw.com/p/4EL8f
Turkmenistan Ashgabat | Wladimir Putin und Ebrahim Raisi
انځور: Iranian Presidency/Zuma/picture alliance

د روسېې ولسمشر، ولاديمیر پوتین او د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د سه شنبې په ورځ له خپل ایراني سیال، ابراهیم رئیسي سره په تهران کې ګوري. د رسمي رپوټ پر اساس، د ایران په پلازمېنه تهران کې خبرې اترې د جګړه ځپلي هیواد، سورېې، د وضعیت د بهبود له پاره تنظیم شوي دي. د کرملین په وینا، په دغه کتنه کې به پر مختلفو نړیوالو مسايلو، له هغې ډلې په اوکراین کې د جګړې په اړه هم خبرې وشي.

دغه لیده کاته سيمې ته د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر، جو بایدن تر څو ورځني سفر څخه لږ وروسته تر سره کيږي. بایدن د اوونۍ په پای کې له سعودي عربستان څخه چې په سېمه کې د ایران ستر رقیب دی راستون شو.

درو هیوادونو، ایران، روسېې او ترکېې په تیر کې هم د سورېې د راتلونکې په اړه مذاکرات درلودلي دي. روسېه او ایران د سورېې د حکومت ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې ترکېه د سورېې د اپوزيسیون له ډلې سره متحده ده.

د آلمان خبري آژانس د معلوماتو پر اساس، تمه ده چې د سورېې د بهرنيو چارو وزیر هم په تهران کې له خپل ايراني سیال سره وګوري.

شنونکي د اوکراین جګړې له پيل راهيسې په سوريه کې د لویو قدرتونو لوبې ممکن ګڼي چې د هغو پر اساس، ایران او ترکیه به هڅې وکړي تر څو د قدرت هغه خلا چې روسېې پر ځای پريښې، ډګه کړي.

انقرې له اوونۍ راپديخوا د سورېې په شمال کې د کردي ځواکونو پر ضد نوی يرغل پیل کړی دی. روسېې او ایران تازه ترکېې ته د یوې پوځي حملې خبرداری ورکړی وو.

دا د فبرورۍ په وروستيو کې پر اوکراين د روسېې تر پوځي یرغل وروسته د پوتين دوهم رسمي سفر دی.

ترکيه چې د ناټو سازمان غړې ده، هم له مسکو او هم له کيف سره نژدې اړيکې لري او په وروستيو کې ېې په اوکراین کې د بندو پاتې شوو غله جاتو پر ستونزې د دواړو هیوادونو تر منځ منځګړيتوب کړی دی.

تیره اوونۍ د امریکا متحده ایالاتو د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي وويل چې داسې شواهد په لاس کې لري چې مسکو غواړي له ایران څخه د اوکراین پر ضد جنګ له پاره بې پيلوټه الوتکې ترلاسه کړي. د معلوماتو له مخې یو روسي پلاوي د ایران په یوه هوايي ډګر د بې پیلوټه الوتکو او د هغو د حملو له قابلیتونو څخه کتنه کړې ده.

ایران دغه څرګندونې رد کړي دي او اوکراین ته ېې په صراحت ډاډ ورکړی او وېلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو دغه ادعاوې «بې اساسه» دي.

کرملین هم په ورستیو کې ويلي دي چې پوتین او رئیسي به د سه شنبې ورځې په کتنه کې د بې پیلوټه الوتکو د احتمالي ليږد په اړه خبرې ونه کړي. 

تهران وړاندې اعلان کړی دی چې د اوکراين پر ضد د روسېې په جګړه کې چې د فبرورۍ میاشتې په ۲۴مه پیل شوې، بې طرفه پاتې کيږي.