1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتين په اوکراين کي د جنګېدونکو عسکرو له ميندو سره ګوري

۱۴۰۱ آذر ۴, جمعه

کريملین وايي ولسمشر ولاديمیر پوتین د جمعې په ورځ (د نومبر ۲۵مه) له هغو مېندو سره ګوري چې زامن ېې په اوکراین کې جګړه کوي. روسېې د اوکراین جګړې ته په سلونو زره عسکر استولي دي چې د زرونو د مړېنې اعتراف ېې هم کړی دی.

https://p.dw.com/p/4K2Zj
د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتين
د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتين انځور: Mikhail Metzel/POOL/TASS/dpa/picture alliance

د اوکراین جګړه چې ترد وهمې نړېوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو خونړۍ جګړه بلل کيږي، خپلې لسمې مېاشتې ته داخله شوې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د اروزونو پر اساس، د اوکراین په جګړه کې د دواړو خواو څخه په لسونو زره سرتيري وژل شوي او ټپیان شوي دي. پر اوکراین باندې د روسېې پوځي یرغل، د کیوبا تر بحران وروسته د مسکو او لوېديځ تر منځ تر ټولو ستره مقابله رامنځ ته کړې ده.

پوتين: اوسنۍ لسيزه د نړيوالي جگړې راهيسي تر ټولو خطرناکه ده

د رويټرز د رپوټ پر اساس، روسېې اوکراین ته د جګړې له پاره په سلونو زره عسکر استولي دي چې په هغو کې د قسمي بسیج يو شمیر ځواکونه هم شامل دي.

پوتين په سپتمبر میاشت کې د قسمي بسیج اعلان وکړ چې له مخې ېې ۳ لکه ریزرف ځواکونه د پوځ په ليکو کې استخداميږي.

کریملين په یوې اعلاميه کې ويلي دي چې «ولادیمیر پوتین به د مور ورځې په مراسمو کې چې په روسیه کې د نومبر مياشتې په وروستۍ جمعه لمانځل کيږي، د هغو عسکرو له میندو سره وګوري چې په ځانګړي پوځي عملیات کې ېې برخه اخیستې ده.»

پر اوکراین تازه درنې حملې؛ لس ميليونه خلک بې برېښنا شوي

کريملین زیاته کړې چې پوتین به همدارنګه جګړې ته د بلل شوو ریزرفي او مسلکي پوځيانو له مېندو سره هم وګوري. د پوتين د قسمي بسیج په پروګرام کې پخواني پوځيان چې مسلکي وړتياوې لري هم اخیستل کیږي.

پوتين ويلي دي چې دی د اوکراين خلاف جګړه باندې چې روسيه ورته د «ځانګړي پوځي عملیات» نوم ورکوي، پښيمانه نه دی. پوتين دغه جګړه د عطف نقطه ګڼي چې روسېه بلاخره وتوانېده په ۱۹۹۱م کال کې د پخواني شوروي د پاشل کېدو حقارت وروسته، د لويديځ د لسیزو برتري خواهۍ په مقابل کې په خپلو پښو درېدلې ده.

پنټاګون: په اوکراین کې تر ۸۰ زره روسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خو په مقابل کې ېې اوکراین او لوېديځ وايي چې پوتين د اوکراین جګړې له پاره هيڅ توجیه نه لري او دا د امپراتورۍ په بڼه يو اشغالي جنګ بولي. اوکراين ټينګار کوي چې دوی به تر هغه وخته چې ټول روسي عسکر ېې له خپلې خاورې وښکلي وي، جګړې ته ادامه ورکوي.

اوکراين تر اوسه په جګړه کې د خپلو تلفاتو ارقام نه دي خپاره کړي، خو روسېې په وروستي ځل د سپتمبر پر ۲۱مه د خپلو تلفاتو اعلان وکړ. هغه وخت د روسېې دفاع وزیر، سيرګي شيوګو وويل چې ۵۹۳۷ روسي عسکر وژل شوي دي. نړیوال بیا د تلفاتو دغه شمیر له واقعي هغه څخه ډير ښکته ارزوي.

امریکا متحده ايالاتو د نومبر مياشتي پر ۹مه وويل چې د اوکراين په جګړه کې د روسېې او اوکراين دواړو له لوري تر یو لک ډېر سرتيري وژل شوي او ټپيان شوي دي.

mks/nz(Reuters)

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب