1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: د لوېديځ هر ډول یرغل ته به ځواب ورکړو

۱۴۰۰ آذر ۳۰, سه‌شنبه

د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین د سه شنبې په ورځ، لوېديځ په اروپا کې د وضعیت په ترینګلي کولو باندې تورن کړ او ويې ويل چې لوېديځ د سړې جګړې نتیجه غلطه محاسبه کړې ده.

https://p.dw.com/p/44eIq
Russland Vladimir Putin
انځور: Mikhail Metzel/AFP/Getty Images

د رويټرز په حواله، پوتین چې د دفاع وزارت يوې غونډې ته وینا کوله وويل چې هیواد به يې د لويديځ هر ډول یرغل ته «په کافي اندازه» ځواب ورکړي او خپله پوځي وړتياوې به لوړه کړي. روسيې دا وخت له اوکراين سره پر پوله خپل په لسونو زره عسکر ځای پر ځای کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس په دې اړه ليکلي دي چې پوتين د اوکراین بحران په اړه د لوېديځ اقدامات «غیردوستانه» وښودل. پوتين وويل: «موږ به زموږ د لوېدیځو همکارانو د ښکاره یرغلیز حالت د ادامې په صورت کې مناسب پوځي-تخنيکي اقدامات ترسره کړو.«

پوتین دغه خبرې داسې وخت کړي چې په دې ارتباط چې روسیه به د پخواني شوروی اتحاد پر غړي هیواد اوکراین باندې حمله وکړي، اندېښنې ډيرې شوي دي.

په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي ينس ستولتينبرګ د سه شنبې په ورځ وويل چې دغه سازمان په دې هڅه کې دی چې د راتلونکې ميلادي کال په سر کې د روسیې د اقداماتو په تړاو له مسکو سره «معنی دار» بحثونه پيل شي.

ستولتنبرګ وويل: «موږ له روسیې سره معنی داره خبرو اترو ته ژمن پاتې او زه اراده لرم چې د امکان تر حد ژر په نوی کال کې د ناټو-روسيې یوه نوې غونډې غوښتنه وکړم.»

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

دلته پر زموږ له آرشیف څخه یو انځوريز البوم هم کتلی شئ.