په ۲۰۲۴م کال کې د رخصتیو له پاره غوره ځايونه
تاسو غواړئ چې د سږکال رخصتۍ مو په بهترین ځایونو کې تېرې کړئ، خو حېران ياست چې کوم ځای انتخاب کړئ. موږ يو شمېر په زړه پورې ځایونه درښیو. انځورونه وګورئ او د خوښې ځایونه مو انتخاب کړئ.
پاریس او د المپيک سیالۍ
په ۲۰۲۴م کې د رخصتيو تېرولو له پاره یو ښه انتخاب د فرانسې پاریس ښار دی. پاریس په دغه کال د المپيک سیالیو کوربه دی. په دغه سفر کې به تاسو وشئ کړی چې ټکټ واخلئ او د خپلې خوښې ورزش سیالي له نژدې وګورئ. دغه لوبې په جولای او اګست کې دي.
مادرید، هسپانیا
که تاسو له شوره ډک سترو کانسرتونو سره علاقمندي لرئ بیا په مادرید ښار کې دا فرصت لرئ. نامتو امریکايي راک او فولک سندرغاړی، بروس سپرینگستین، راروان اوړی د هسپانيا په یاد ښکلي ښار کې کنسرت لري.
زاکسن، آلمان
د سیند په غاړو په بایسکل د چکر له پاره يو ښه ځای د آلمان په جنوب کې د ریسا ښار دی. دلته د نورو ځایونو ترڅنګ تاسو کولی شئ له البرېختسبورګ قصر (انځور)، د درېسدن له زوړ ښار، له پیلنیتز کلا او له باستي ډبرو څخه کتنه وکړئ.
دا ځای نو د چا نه خوښیږي
ناروي د طبيعي مناظرو په درلودلو سره د اوړي رخصتیو له پاره یو ښه ځای دی. که تاسو پر ښاري سيمو طبیعت ته ترجيح ورکوئ نو د ترول تونګا (انځور) مشهورې ډبرې سیل له لاسه مه ورکوئ. خو دغه ځای ته ورتګ به يو څه په غره کې د پښو مزل هم ولري.
والنسیا، هسپانیا
د هسپانیا والنسیا ښار ستاسو د رخصتيو تېرولو له پاره ښه ځای دی. په راروان اوړي کې به تاسو وشئ کړئ والنسیا ته نژدې په بنوقاسم ښار کې د یو هنري فیستوال (Rototom Sunsplash) څخه هم کتنه وکړئ. دا په اروپا کې د رګي موسیقي تر ټولو ستر فیستيوال دی.
آیسلند
که په تېرو رخصتیو کې د هسپانیا او ايټالیا ګرمیو مو زړه وهلی وي، بیا د راتلونکي اوړي رخصتیو کې آيسلند ته ورشئ. دغه هېواد د اروپا په شمال کې پروت دی. که د آس له سورلۍ سره علاقه لرئ دا تنده مو هم په کې ماتیږي. تاسو کولۍ شئ د آس له سره د طبيعي مناظرو سیل وکړئ.
د کولمبیا باراني ځنګلونه
که تاسو ترجېح ورکوئ چې خپلې رخصتۍ په غرنیو علاقو او ځنګلونو کې تېرې کړئ، نو يو دا ډول مناسب ځای د کولمبیا باراني ځنګلونه او په تېره د استعمار د وخت کوچني ښارګوټي ېې دي. دا به په پښو له مزلونو سره مل وي.
اروزا، سویس
د سويس اروزا سیمه په ښه هوا او د سکي لوبو ځایونو کې نوم لري. دغې ساحې ته د سیلانیانو ورتګ د ۱۹مې پيړۍ له وروستيو څخه د پاکې غرنۍ هوا په خاطر ېې ېیل شو. اروزا د ژمي په واورین موسم کې په تېره هغو کسانو له پاره چې له سکي لوبو سره علاقه لري، هم ښه ځای دی.
مصر
د مصر جیزه اهرامونه د نړۍ له هغو نامتو سیاحتي ځایونو څخه دي چې ډېر خلک ېې د کتلو ارمان کوي. سږکال به قاهرې ته نژدې د دغې لرغونې سیمې سیل ته ورتګ د دې له پاره هم ځانګړی وي، چې مصر خپل «نوی ستر موزیم» راتلونکي پسرلي کې افتتاح کوي.
په آسیا کې ټایلند
په آسیايي هیوادونو کې د اوړي رخصتیو له پاره ېو ښه ځای ټایلند دی. د ټایلند ښکلی ساحلونه او مشهورې جزېرې، پلازمينه بنکاک او معبدونه ېې د هر چا زړه کشوي. ټایلند د هغو افرادو او ماشومانو له پاره چې فيلانو سره علاقه لري، هم ښه انتخاب دی.