په ۲۰۱۹م کال کې نیږدې ۵۰۰ افغانانو د تابعیت د ترک غوښتنه کړې
۱۳۹۸ اسفند ۴, یکشنبهپرون د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۲۲مه نیټه) د افغانستان د عدلیې وزارت «ملت ته د حساب ورکونې» په یوه پروګرام کې وویل چې د تیر میلادي کال په ترڅ کې ۴۸۶ تنه افغانانو د افغانستان د تابعیت د ترک کولو درخواستونه کړي دي.
د افغانستان د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور، په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې یادو افغانانو د ایران، اتریش، هالند، روسیې، آذربایجان، جاپان او اندونیزیا تابعتونه ترلاسه کړي او د افغاني تابعیت د پریښودو پریکړه یې کړې ده. نوموړي وویل: «تر اوسه پورې د ۴۱۴ تنو افغانانو د تابعیت د پریښودو درخواستونه تائید شوي دي.»
د عدلیې وزیر په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې په تیر میلادي کال کې ۱۲ بهرنیانو د افغانستان د تابعیت د ترلاسه کولو له درخواست کړی دی. ښاغلي انور په دې غونډه کې وویل چې په بهرنیانو کې د ایران، مراکش، مصر، انګلستان، ازبکستان او پاکستان اتباع شامل دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د یادو بهرنیانو پر دوسیو باندې کار روان دی.
د افغانستان د تابعیت د قانون په اساس، هر بهرنی وګړی چې په افغانستان کې یې پنځه کاله ژوند کړی وي، او یا یې له یوه افغان یا افغانې سره واده کړی وي، د دې حق لري چې د افغانستان تابعیت ترلاسه کړي. سربیره پر دې، د افغانستان ولسمشر هم د دې واک لري چې بهرنیو اتباعو ته د افغانستان تابعیت ورکړي.
بل لوري ته بیا د افغانستان د تابعیت د تر کولو پروسه ډیره پیچلې ده او ویل کیږي چې ولسمشر باید په خپله د تابعیت د پریښودو درخواست لاسلیک او تائید کړي. په اروپايي ټولنه کې آلمان د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی چې، د افغانستان اتباعو ته اجازه ورکوي چې د آلماني تابعیت د ترلاسه کولو ترڅنګ، د افغانستان تابعیت هم وساتي.