1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په ۲۰۱۸م کال کړکیچ ۳۰۰ زره افغانان بې ځایه کړي

۱۳۹۷ آذر ۶, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو په خپل تازه رپوټ کې ویلی دي چې د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې روانو جګړو د ۲۰۱۸م کال له جنورۍ راهیسې تر اوسه له ۳۰۰ زرو زیات خلک له خپلو ټاټوبو بې ځایه کړي دي.

https://p.dw.com/p/38zhT
Afghanistan Kabul - Wegen Krieg und Dürre umgesiedelte Familen
انځور: DW/S. Tanha

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر په خپل اوونیز رپوټ کې ویلي دي چې یوازې په غزني کې د روانو جګړو له کبله ۲۵۱۱ کورنۍ دې ته اړ شوي چې خپل کورونه پریږدي.

په روانه میلادي میاشت کې د غزني ولایت د جاغوري او مالستان ولسوالۍ د طالبانو د بریدونو له څپې سره مخامخ دي.

په دغه رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې د اکتوبر میاشتې تر نیمایي پورې ۲۵۰ زره انسانان د جګړو له کبله نورو سیمو ته کډه شوي دي. زیاته شوې ده چې د دغو خلکو زیاتره یي د وردک، بغلان، ننګرهار او هلمند ولایتونو دي.

نوموړي سازمان په دې هکله هم اندیښنه څرګنده کړې ده چې غیر مسئولي وسله والې ډلې مخ پر زیاتیدونکي ډول له مرستنیدویه سازمانونو څخه د غیر قانوني مالیې غوښتنه کوي. زیاته شوې ده چې دغه څه ښایي آسانه او پر وخت د بشري مرستو پر رسولو باندې اغیز ولري.

په افغانستان کې په ۲۰۱۷م کال کې ۴۵۰ زره انسانان له خپلو کورونو بې ځایه شوي وو.

زموږ له آرشیف څخه: