1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۱۹۹۵ کال کې د بوسنيايي مسلمانانو د عام وژنې يادون

۱۳۹۹ تیر ۲۱, شنبه

په ۱۹۹۵ کال کې بوسنيايي صربي ځواکونو څه باندې ۸۰۰۰ مسلمان سړي او هلکان په سرېبرنيسا کې ووژل. هغه کسان چې په مستقيم يا غير مستقيم ډول په دغو پېښو کې ښکېل ول، تر اوسه‌ د صربستان په سياسي او اقتصادي حلقو کې کليدي رول لري.

https://p.dw.com/p/3f9uN
Bosnienkrieg, Knochenjäger aus der Oststadt Srebrenica
انځور: DW/Zdravko Ljubas

د ۱۹۹۵ کال په جولای کې د سرپسکا جمهوريت په نوم له بوسنيا څخه بېلې شوې برخې کې د نيمه پوځي متحدينو په شمول پوځي ځواکونو څه باندې ۸۰۰۰ مسلمانان د سرېبرنيسا په ښار کې ووژل. نړيوالو محاکمو دغه وژنې وروسته نسل وژنه درجه بندي کړې ده.

«اروپا ناکامه شوه،» دغه خبره ګودرون شتاين آکر چې د مونته نېګرو او مقدونيې هېوادونو کې (چې اوس په رسمي ډول شمالي مقدونيه بلل کيږي) آلمانۍ سفيره وه، دويچه ويله ته وکړه. هغې دا هم وويل چې «له څلورو کلونو جګړو او توکميزې تصفيې وروسته، چې جبري مېشتغالي، اجباري شړنې او ډله يز جنسي‌ تېری پکې وشو، بايد موږ پوهېدلی وای چې دا هر څه پېښيږي.»

د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ناکامي

د بوسنيايي صربي ځواکونو هدف دا و چې سرېبرنيسا ونيسي چې په ۱۹۹۳ کال کې د ملګرو ملتونو له خوا يوه خوندي ساحه اعلان شوې وه. د ملګرو ملتونو تقريبا ۴۰۰ يوازې په سپکو وسلو مجهز هالنډي سوله ساتي سرتېري دلته مېشت ول چې دنده يې د هغو کډوالو حفاظت و چې ښار ته به راتلل.

کله چې بريد کوونکو د جولای په ۱۱مه په سرېبرنيسا باندې هجوم يووړ او سوله ساتي يې حتی يرغمل کړل، نو ۲۵۰۰۰ بوسنيايان د ښار په څنډه کې د ملګرو ملتونو يوې اډې ته وتښتېدل. هغوی د سختې ګرمۍ او د خرابو نظافتي شرايطو سربېره هلته پناه يوړه. يوه ورځ‌ وروسته بريد کوونکو يرغلونه، جنسي تېري او وژنې پيل کړې.

د جولای په ۱۲مه او ۱۳مه نجونې،‌ ښځې او زاړه کسان په بسونو کې سپاره کړای او د بوسنيايانو تر کنترول لاندې سيمو ته ولېږل شول.

 د جولای د ۱۳مې تر ۱۷مې پورې څه باندې ۸۰۰۰ تنه ووژل شول چې مړي يې په ډله يزو قبرونو کې واچول شول. بهرنيو کارپوهانو د هغه وخت راهيسې د تقريبا ۷۰۰۰ وژل شوو کسانو هويت هم معلوم کړی دی.  

عدالت خو په ځنډ‌ سره

د سرېبرنيسا د عام وژنو مسئولين او کليدي کسان، يعنې د سرپسکا جمهوريت مشر، رادوان کراجيچ او پوځي قوماندان، راتکو ملاديچ، بالاخره په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۱ کلونو کې ونيول شول. د پخوانۍ يوګوسلاويا د جنايي اعمالو نړيوالې محکمې هغوی په عمري بند محکوم کړي دي. خو نور ډېر د ناوړو اعمالو مرتکبين او تر سره کوونکي تر نن ورځې پورې په آزاده توګه په صربستان کې ژوند کوي بې له دې چې د دغو جنايتونو سزا يې ليدلې وي.