په یمن کې جلا غوښتونکو حکومتي مقر نیولی دی
۱۳۹۶ بهمن ۱۱, چهارشنبهجلا غوښتونکو د خپلو تهاجمې حملو له کبله د یمن حکومت له سخت فشار سره مخامخ کړی دی. یوه جګپوړي حکومتي استازي ویلي دي چې یاغیانو د یمن په مؤقتي پلازمینه عدن، کې ولسمشرۍ ماڼۍ کلابندې کړې ده: «هغوی د ننوتو عمومي لار تر خپل کنترول لاندې راوستې ده، او دننه ناست خلک عملا نظر بندي دي.»
د یاغیانو قوماندان صالح السعید، ویلي دي چې ځواکونو یې په عدن کې د ولسمشر ګارد تر کنترول لاندې راوستی دی.
د یمن په سویل کې د عدن بندري ښار د ولسمشر عبد ربه منصور هادي، د حکومت چې په نړیواله کچه په رسمیت پيژندل شوی مؤقتي پلازمېنه ده. د منصور هادي د ځواکونو او جلا غوښتونکو تر منځ نښتو د یکشنبې له ورځې راهیسې زور اخیستی. د سره صلیب په وینا په دغه ترڅ کې ۳۶ انسانان وژل شوي دي.
پر دې سربیره د یمن به سویلي ولایت شبوا، کې پر یوې حکومتي پوستې باندې د برید په پایله کې ۱۵ عسکر وژل شوي دي. د امنیتي کړیو په حوال ویل شوي چې په دغه ځانمرګي برید کې چې د یوه موټر په واسطه تر سره شوی نور پنځه کسان ټپیان شوي هم دي. رپوټ زیاتوي چې وژل شوو ځواکونو له ځانګړو قطعاتو سره تړاو درلود چې د متحده عربي آماراتو له لوري روزل شوي وو. متحده عربي آمارات د سعودي عربستان په مشرۍ د یوه نړیوال ائتلاف برخه ده. دغه ائتلاف په نړیواله کچه په رسمیت پيژندل شوي حکومت څخه ملاتړ کوي او د حوثي یاغیانو مورچلې بمباروي.
په عدن کې نوې نښتې په دغه هیواد کې د روانې کورنۍ جګړې په ترڅ کې یو نوی بعد وراضافه کړی. په دغه عربي هیواد کې شیعه حوثي یاغیان له کلونو راهیسي د هادي د حکومت پر وړاندې جنګیږي. خو په عدن کې اوس حکومتي ځواکونه د جلا غوښتونکو پر وړاندې جنګیږي، کوم چې د یمن په سویل کې د یوه خپلواکه دولت له پاره چې په ۱۹۹۰م کال کې د یمن له یو ځای کیدو څخه موجود وو، مبارزه کوي.
کله چې په ۲۰۱۴م کال کې حوثي یاغیانو له هادي څخه پلازمینه صنعا ونیوله، نو هغه په مؤقتي توګه د عدن ښار د پلازمیني په توګه ونوماوه. دا په داسې حال کې ده چې جلا غوښتونکو د حوثي یاغیانو پر وړاندې جګړه کې د هادي له قطعاتو ملاتړ کاوه.