1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمافغانستان

په ګوانتانامو زندان کې د وروستي افغان بندي د آزادولو غوښتنه

۱۴۰۲ آذر ۸, چهارشنبه

په ګوانتانامو زندان کې د وروستي پاتې افغان بندي کورنۍ له امریکايي چارواکو د هغه د آزادولو غوښتنه کړې ده. د محمد رحيم کورنۍ وايي ټول افغان بندیان د امریکا له یاد زندانه آزاد شول، خو د دوی زوی لا هم بندی دی.

https://p.dw.com/p/4ZaY9
د ګوانتانامو زندان
د ګوانتانامو زندان انځور: Walter Michot/Miami Herald/TNS/picture alliance

محمد رحیم د هغو سلونو مشکوکو یاغیانو له ډلې يو دی چې د امریکا متحده ایالاتو د «تروریزم ضد جګړې» پر مهال د امریکايي ځواکونو له لورې ونيول او پهګوانتانامو زندانکې بندیان شول. د رحيم کورنۍ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یو خبري کنفرانس کې د نوموړي د خوشې کولو غوښتنه وکړه. 

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، امريکايي چارواکي په کیوبا کې واقع دغه زندان کې د بندیانو پر شکنجې او له هغو څخه پر ناوړه استفادې تورن دي. ډېر کسان له کوم تور یا د خپل حبس د اعتراض له پاره د قانوني توان درلودلو پرته، دغه زندان ته اچول شوي دي.

د تېرو څو کلونو په جریان کې ډېری دغه زندانیان له بنده آزاد شول، چې په هغو کې د طالبانو یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم شامل دي، خو رحيم لا هم په دغه زندان کې پاته دی.

د رپوټونو مطابق، امريکايي چارواکي په کیوبا کې واقع په ګوانتانامو زندان کې د بندیانو پر شکنجې او له هغو څخه پر ناوړه استفادې تورن دي
د رپوټونو مطابق، امريکايي چارواکي په کیوبا کې واقع په ګوانتانامو زندان کې د بندیانو پر شکنجې او له هغو څخه پر ناوړه استفادې تورن ديانځور: Mark Wilson/Getty Images

د رحيم مور صفورا بي بي په داسې حال کې چې له سترګو ېې اوښکې بهېدې وويل: «زه له امريکايي چارواکو او رهبرانو څخه غواړم چې زما زوی راخوشي کړي.» د رحيم کورنۍ وايي چې هغه په ۲۰۰۷م کال کې په پاکستان کې ونيول شو.

د امریکا د دفاع وزارت د هغه وخت ېوې اعلاميې پر اساس چې د بخښنې نړېوال سازمان ېې نقل کړی، د امریکا متحده ایالاتو حکومت، رحيم په ۲۰۰۸م کال کې ګوانتانامو زندان ته انتقال کړ. د امريکا څارګره اداره، سي آی اې، پر رحيم تور لګوي چې د القاعده شبکې له بنسټګر، اسامه بن لادن، سره ېې نژدې اړېکې درلودلي.

خو د رحيم کورني وايي چې دوی تر اوسه هم نه پوهيږي چې هغه ولې ونيول شو. د رحيم کاکا محمد عليپه افغانستان کې له طالب چارواکو وغوښتل چې د رحيم د آزادۍ له پاره کار وکړي. هغه خبریالانو ته د طالبانو د رسمي نوم په اخیستلو سره وويل: «موږ له اسلامي امارت غواړو چې زموږ غږ واوري، دوی اوس حکومت دي.» محمد علي زیاته کړه: «دوی [طالبان] باید خپلو خلکو ته خدمت وکړي. موږ پر دوی او همدارنګه پر امریکا متحده ایالاتو غږ کوو چې هغه آزاد کړي.»

د جو اداره په ګوانتانامو زندان کې د بندیانو د شمیر پر کمولو کار کوي او غواړي چې د کیوبا په یوه جزیره کې واقع دغه زندان په نهایت کې وتړي
د جو اداره په ګوانتانامو زندان کې د بندیانو د شمیر پر کمولو کار کوي او غواړي چې د کیوبا په یوه جزیره کې واقع دغه زندان په نهایت کې وتړيانځور: DOD US Navy/picture-alliance/dpa

د تېرکال په جون مياشت کې د اسدالله هارون په نوم یو افغان، د واشنګتن او طالب چارواکو تر منځ د مذاکراتو په نتيجه کې په ګوانتانامو زندان کې تر ۱۵ کلونو حبس تېرولو وروسته آزاد شو.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر، جو بایدن، اداره په ګوانتانامو زندان کې د بندیانو د شمیر پر کمولو کار کوي او غواړي چې د کیوبا په یوه جزیره کې واقع دغه زندان په نهایت کې وتړي.

د رحيم د اولادونو له ډلې محمد اسمعيل وويل: «موږ په ټولنیزو رسنیو کې ګورو چې د پاکستان او نورو هيوادونو اتباع چې په ګوانتانامو کې بندیان ول، آزد شول او د دوی محترمو حکومتونو ته وسپارل شول.» هغه زیاته کړه: «موږ هم حکومت لرو او غواړو چې هغه دغه حکومت ته وسپاري، که چېرته هغه کوم جرم کړی وي دغه حکومت کولی شي چې سزا ورکړي.»

(AFP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل