1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر پاکستاني پوليسو خونړی يرغل

۱۳۹۵ آبان ۴, سه‌شنبه

د پاکستان په کويټې ښار کي د پوليسو پر يوې اکاډمۍ په يرغل کي ۶۰ انسانان وژل سوي او تر ۱۲۰ زيات ټپيان سوي دي. وسله وال په دغه اکاډمۍ ننوتلي او محصلانو باندي ئې ړانده فايرونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/2Rf5k
Pakistan Anschlag auf Polizeischule
انځور: picture-alliance/dpa/J. Taraqai

د پاکستان د پوليسو د معلوماتو له مخي د دغه هيواد د ناآرامه ولايت بلوجستان په مرکز کويټې کي وسله والو کسانو د پوليسو پر يو ښوونځی باندي يرغل کړی ۶۰ کسان ئې وژلي او تر ۱۲۰ زيات نور ټپيان سوي دي.

د دوی د معلوماتو له مخي د دوشنبې په ناوخته ماښام درې تنه وسله وال کسان د پوليسو په ښوونځی ورننوتلي او هر څوک چي ئې ليدلي ويشتلي ئې دي.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بوگتي، ويلي دي چي په ښوونځي کي ددغو وسله والو د له منځه وړلو اوږده عمليات د سې شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د اکتوبر ۲۵مه) سهار وختي ختم سول.

Pakistan Anschlag auf Polizeischule
انځور: picture-alliance/dpa/J. Taraqai

د راپورونو له مخي په کويټه کي د پوليسو پر ياد ښوونځي باندي د يرغل پرمهال نژدې ۷۰۰ محصلان بيده ول. د يرغل پرمهال په ښوونځي کي درنې چاودني هم اورېدل سوي دي او ويل سوي چي وسله والو کسانو محصلان يرغمل کړي او يوې ودانۍ ته ئې ننيستلي ول.

د پاکستان «جيو تلويزيون» د يوه تن محصل په حواله ويلي دي چي د دوشنبې په ماښام شاوخوا ۹بجې او ۳۰ دقيقې وسله وال کسان د ياد ښوونځي د زده کړو سالون ته ننوتل او له يوه مخه ئې ډزونه پيل کړل او وروسته بيا بارکونو ته ننوتل.

د پيښي پړه په پاکستان کي داعش پرغاړه اخيستې ده. د جرمني خبري آژانس د راپور له مخي د داعش يوه قوماندان رسنيو ته ويلي دي چي په پاکستان کي به ئې يرغلونه دوام ولري.

Pakistan Anschlag auf Polizeischule
انځور: picture-alliance/dpa/J. Taraqai

د رسنيو د راپورونو له مخي تر دې مخکي د پاکستان پوځ ويلي ول چي پر ښوونځي باندي وسله والو يرغلگرو ته د يرغل پرمهال له افغانستان څخه د «لشکر جهنگوي» ډلي له خوا لارښوونه کېده.

په کويټه کي د پوليسو د زده کړي پر دغه مرکز باندي په ۲۰۰۶م او ۲۰۰۸م کلونو کي هم يرغلونه سوي ول. هغه مهال پردغه مرکز باندي توغندي توغول سوي ول.

نور مطالب: