1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کونړ کې واورې ښوېدني ۲۰ کسان مړه کړي دي

امید دیدار
۱۴۰۰ بهمن ۱۸, دوشنبه

باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې د واورې ښویېدنې له امله شاوخوا ۲۰ کسان مړه شوي، چې تر اوسه یې د ۱۵ هغو جسدونه موندل شوي دي. تر واورو لاندې د پاتې کسانو د راښکلو هڅې ادامه لري.

https://p.dw.com/p/46dP1
Afghanistan, Schäden durch Lawine
د آرشیف انځورانځور: REUTERS/O. Sobhani

دغه پېښه تېره شپه د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په ګوریګا نومې سیمه کې شوې ده.

د آلمان خبري آژانس بیا په خپل رپوټ کې د ۱۵ کسانو د مړينې ويلي دي.

دغه آژانس په کونړ کې د ځايي چاروکو له قوله ليکلي دي چې د دغه ولایت په دانګام ولسوالۍ کې ۲۰ کسان تر واور لاندې شوي دي. په سیمه کې د قومي مشرانو له قوله ويل شوي دي چې د ۱۵ تر ۲۰ پورې کسان لادرکه دي چې د موندلو هڅې ېې روانې دي.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مولوي نجیب الله، دویچه وله ته وویل، دا کسان وروسته له هغې د واورو توپان لاندې کړي، چې په ګوریګا غرنۍ سیمه کې تر واورې لاندې شوو کسانو مرستې ته ورغلي ول.

هغه وويل: «په دغو کلیو بانډو کې خلک واورو لاندې کړي دي، بیا ورپسې نور خلک د هغوی د ژغورلو او راوښکلو له پاره ورغلي چې دې سره د واورې توپان راغلی او تر شلو پورې دغه کسان يې لاندې کړي دي.»

 مولوي نجیب الله وویل چې تر اوسه د ۱۱ کسانو جسدونه موندل شوي، نور ورک دي او د هغوی د موندلو پلټنه روانه ده.هغوی تېره ورځ ناوخته واورو لاندې کړي وو.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس زياته کړه چې اوس سیمې ته نور کسان رسېدلي، څو پاتې جسدونه له واورو راوباسي. په وینا يې تر اوسه یې د شاوخوا شلو کسانو د مړه کېدو خبره کره کړې او په دې اړه نور جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د نثار په نوم د دانګام ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، بیا دویچه ويله ته وویل، چې تر اوسه د لسو کسانو جسدونه له اغزن سیم دې غاړې او یو جسد هغې غاړې ته پروت دی.

نثار زیاته کړه چې په دغې پېښې کې نهه کسان زخمیان شوي هم دي او شپږ کسان د خیبرپښتونخوا باجوړ ته روغ اوښتي دي. د هغه په خبره اوس سیمه کې وضعیت نورمال دی.

په عین وخت کې په سیمه کې یوه قومي مشر بيا ويلي دي چې مړه شوي، هغه کسان دي چې پاکستان ته د ويزو پرته د اوښتلو هڅه يې کوله. دی وايي چې تیره شپه شاوخوا لس بجې سل کسانو هڅه کوله چې په ګوريګا سیمه کې له اغزن تار څخه هاخوا واوړي چې په دې ترڅ کې لس کسان واورې لاندې کړي دي. د هغه په وینا د ۹ کسانو جسدون پيدا شوي، يو جسد ورک دی او پاتې نور کسان په دې بريالي شوي چې له اغزن تار هاوخوا واوړي.

د کونړ د مرکزي روغتون مشر عطاالله صافي بیا دویچه ویله ته وويل چې په ګوريګا کې تر شلو پورې کسان تر واورو لاندې شوي دي. هغه په دې اړه وويل: «د لسو کسانو جسدونو پيدا شوي دي او درې ورک دي. دغه پښه په ګوريګا منطقه کې شوې ده.»

هغه زیاته کړې چې موندل شوي جسدونه سیمه کې روغتيايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.

په کونړ کې طالب چارواکیو له انساني تلفاتو هاخوا، د څارویو د تلف کېدو او د مالي زیان اوښتو په اړه مالومات نه دي ورکړي.

ګوریګا، په دانګام ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې سره نیږدې سیمه ده. دغه او ورڅېرمه سیمې تل په واورو پوښلې وي.

افغانستان کې د ژمي پر مهال په ډېرو ولایتونو کې دا شان پېښې کېږي، چې ډېر انسانان او څاروي پکې مړه او له منځه ځي.

د آلمان خبري آژانس په حواله، تیره میاشت د بدخشان ولايت په راغستان ولسوالۍ کې هم د درنې واورې د وریدو له کبله لږ تر لږه ۵ کسان مړه شوي ول.