1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کونړ کې لسګونه انسانان واورو لاندې کړي»

امید دیدار
۱۴۰۱ تیر ۲, پنجشنبه

د کونړ ولایت اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل درې په کونډ، چلس او ورڅېرمه سیمو کې شاوخوا اته څلوېښت ساته واوره اورېدلې، چې له امله یې لسګونه انسان واورو لاندې کړي او مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4D8M1
Afghanistan Landschaft Provinz Kunar
آرشیف انځورانځور: DW

دا پېښه د دیوه ګل غرنۍ درې په کونډ نومې ځنګلي او سړه سیمه کې شوې ده. دغه سیمه د چپې د کونړ د چپې درې، د لغمان او ننګرهار دره نور ولسوالۍ مشترکه لوړه غرنۍ نقطه ده، چې رسېدنه ور ته ستونزمنه او یوازې پلې لارې ورغلي دي.

دغې سیمې ته د څوکۍ ولسوالۍ د اوسېدونکو تر څنګ کوچیان هم په دوبي کې د څارویو ساتنې ته کډه کېږي او بیرته په ژمي کې ښکته کېږي.

د کونړ ولایت اوسېدونکي وايي، د یوه ګل درې کونډ او ورڅېرمه سیمو کې واورو تر دېرشو کورنۍ لاندې کړي او د انسانانو تر څنګ پکې سلګونه څاروي هم مړه شوي دي.

د څوکۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالوارث دویچه ویله ته وویل، د دیوه ګل درې کونډ او چلس ته هر کال سلګونه کورنۍ د څارویو ساتنې له پاره ځي، چې په دوی کې ګوجر، کوچیان او ځايي اوسېدونکي شامل وي.

Afghanistan Nationalpark Nooristan
نورستان ولایت انځور: DW/O. Deedar

ده وویل، تېره ورځ په دغه غرنۍ سیمه کې تر دوو مترو واوره اورېدلې او د دوی د معلوماتو له مخې ټولې بانډې یې لاندې کړي، چې تر اوسه سیمې ته هېڅوک نه دي رسېدلي، خو دغې سیمې ته نیږدې شاوخوا څنډو کې ۱۳ مړي موندل شوي دي.

دی اټکل کوي، چې ښايي د مړو شویو انسانانو او څارویو شمېر ډېر زیات وي.

هغه وویل: »یو نیم نه تر دوه نیم متره واوره شوې، دا بانډې یې ټولې ډوبې کړي. یو مړی یې د یوه ګل او دولس مړي یې چپې درې ته وړي. هغه یې هم د غرو په لمنو کې پیدا کړي. نور هېڅوک نه دي ورغلي. خلک لګیا دي چې لارې پاکې کړي او هلته ورشي. »

د څوکۍ ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي مشال ساپی دویچه ویله ته وویل، د یوه ګل درې مختلفو سیمو کې اته څلوېښت ساعته واوره اورېدلې او تر شلو پورې انسانان او زرګونه څاروي مړه شوي دي.

هغه وویل، قومي خلکو د خلکو د پیداکولو او ژغورنې له پاره لښکر کړی او ژر ده چې هلته به ورسېږي، چې نور جزیات به یې وروسته رسنیز شي.

مشال ساپی وايي: »اته څلوېښت ساته واوره اورېدلې ده، زموږ د معلوماتو له مخې تر شلو پورې کسان مړه او تر شلو زرو څاروي تلف شوي دي. خلکو د چپې درې له لارې لښکر کړی، چې هلته ورسېږي او خلک وژغوري.»

په کونړ کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز اسداباد او څوکۍ ولسوالۍ کې د واورو او اورښت له امله ۱۸ کسان مړه شوي دي او ګڼ شمېر څاروي تلف شوي دي.

Afghanistan Nationalpark Nooristan
نورستان ولایتانځور: DW/O. Deedar

د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له پاره د طالبانو رئیس مولوي نجیب الله دویچه ویله ته وویل، د دې ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د یوه ګل دره کې د سختو واورو او توپان له امله یو شمېر کورنۍ بندې پاتې شوي او تر اوسه ترې د دولسو ماشومانو د مړینې راپور ورکړل شوی دی.

هغه وايي، ځینې خلک د دې ولایت چپې درې او ځینو نورو سیمو ته ایستل شوي او د دوی د حکومت او ولسي خلکو له لوري د ژغورنې کار دوام لري.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رئیس نجیب الله وايي، تر اوسه یې له دغې سیمې د دولسو ماشومانو د مړینې او د زیات شمېر څارویو د تلف کېدو  راپور اخستی دی.

هغه وايي: »دغې سیمې ته اته ساعته پیاده لاره ده. په دې پېښه کې دولس ماشومان مړه شوي دي. څه خلک ور رسېدلي او نور خلک هم هڅه کوي چې ورشي. کوچیان او ځینې نور خلک یې ژغورلي دي. دا غیر متوقع کار دی چې دې وخت کې واورې شوي دي.»

هاخوا په نورستان کې هم واورې او توپان یو کس وژلی، دوه ټپیان او تر دوو زرو څارویو تلف کړي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار په اچین کې هم د یوه کور نړيدو په پېښه کې یو کس مړ او پنځه ټپیان شوي دي او په دره نور ولسوالۍ کې بیا د لسګونو څارویو د مړه کېدو خبر تایید شوی دی.

 د ژمي او پسرلي له ختمېدو او دوبي پیلېدو سره سم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې غیر متوقع ورېدل دي چې خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.