1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په کندهارکي یوه پولیسه ناڅرګندو وسله والو وژلې ده

۱۳۹۹ فروردین ۵, سه‌شنبه

د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل دویچه ویله ته وویل، نن سه شنبه له غرمې وروسته غلچکي بریدګرو د کندهارښار په څلورمه ناحیه کي د لیلا په نامه یوه پولیسه په ډزو سخته زخمي کړه، چي وروسته يې په روغتون کي سا ورکړه.  

https://p.dw.com/p/3Zxc6
Afghanistan Kandahar Stadt Kreuzung
آرشیف انځورانځور: DW/A. Hekmatullah

جمالناصر بارکزی وايي، دې پولیسي په دامان ولسوالۍ کي د خپل وطن خدمت کوی، چي کورته د راتګ پرمهال ویشتل سوې ده:

«دا زموږ یوه تکړه سربازه وه، چي په دامان ولسوالۍ کي يې په خورا مېړانه وظیفه اجراء کوله، خو له بده مرغه نن په یو تروریسټي برید کي هغه مهال نامعلومو وسله والو ووژله، چي کورته روانه وه.»  

د ویاند په قول، بریدګر له سیمي تښتيدلي او پولیس يې د نیولو هڅه کوي، خو تراوسه يې په دې تړاو څوک نه دي نیولي.

داپه داسي حال کي ده، چي نن له غرمې مخکي یو پولیس د ګزمې پرمهال د کندهارښار په نهمه ناحیه کي (سیمانو پل) ته څېرمه او یو بل پولیس افسر بیا د ولایت مقام سره نژدې په ( ارګ) سیمه کي د ناڅرګندو وسله والو لخوا په غلچکي بریدونو کي ووژل سول.

دیادو پيښو د مسؤلیت په اړه تراوسه چا څه نه دي ویلي.

عام کندهاریان په دغه ولایت کي د دغه شان بریدونو زیاتوالي اندېښمن کړي او له دولت څخه غواړي چي په دې اړه امنیتي تدابیرکلک کړي.

زلمی هیوادي د کندهارښار د پنځمي ناحيې د ده خواجې اوسیدونکی همدغه خبره کوي او زیاتوي: «زه وینم هره ورځ عسکر د هري کوڅې په خوله کي ولاړ وي او یوازي هغه پر موټرسایکل سپاره تنکي ځوانان تلاښي کوي، چي عمرونه يې کم وي، نور د چا په کیسه کي نه دي.»

سردارمحمد بیا د کندهارښار د لومړۍ ناحيې اوسیدونکی دی او وايي، اکثره وخت پولیس د ګزمې پرمهال په ټلیفون اخته وي یاهم له یوبل سره ټوکي کوي، چي دغسي پيښي رامتځته کیږي.

دی زیاتوي: «په خدای د افسوس خبره ده، پرمهم چوک عسکر پر وظیفه ولاړ وي، په ټلیفون کي ګیمونه کوي او په دې نه دی خبر، چي څوک راغلی او څوک ولاړی، اخرهغه وي چي له دغسي پيښو سره مخامخ سي، نو اوس تاسي فکر وکړئ، چي د ولس به څه حال وي؟»

د کندهار د پولیسو ویاند بیا د کندهارښاریانو دغه خبره نه مني او وايي، اکثرو پولیسو مسلکي روزنه ترلاسه کړې او په دې پوهیږي، چي څنګه د ځان او خلکو ساتنه وکړي؟

محمد ابراهیم سپیڅلی، کندهار