شخړي
په کندهار کې یوې چاودني د قوماندان په ګډون پنځه کسان ووژل
۱۳۹۷ فروردین ۲۹, چهارشنبهاعلان
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني، ویلي دي چې ډګروال جانان ماما، چې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون برخي مشر وو له خپلو درو ساتونکونو سره د چهارشنبې په ورځ بريد کې وژل شوی دی. په دې پیښه کې یو ملکي کس هم وژل شوی دی.
د دراني په خبره چاودنه د یوه مقناطیسي بم له کبله رامنخ ته شوې چې د ځايي قوماندان په موټر کې ځای پر ځای شوی وو. طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده. دغه ډله وخت نا وخت پر افغان چارواکو باندې بریدونه ترسره کوي.
د کندهار د ولایتي شورا غړي حاجي محمد ناصر، هم له رسنیو سره په خبرو کې د قومندان جانان ماما وژل کیدل تایید کړ ې دي. هغه زیاته کړې چې په پیښه کې پنځه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
(ms/nz (DPA,AP