په کندهار کې یو خبریال وژل شوی
۱۳۹۸ مهر ۳, چهارشنبهعبدالحمید هوتکي لومړي افغان خبریال دی چې د افغانستان د راروانو ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
طالبانو پر دغو ټاکنو باندې د بریدونو ترسره کولو ګواښونه کړي او لا وختي یې په پروان ولایت کې د یوه خونړي برید پړه منلې چې په پایله کې یې ۲۶ کسان ووژل شول.
د هیواد تلویزیون مشر صدیق الله خليق، وویل: «زموږ خبریال د سه شنبې په ورځ د غني د کمپاین په دفتر کې د شوې چاودنې له کبله ټپي شو او بیا د سختونو تپونو له کبله ومړ.»
د کندهار د پولیسو په حواله هوتکي سیمې ته نزدې یوه روغتون ته تللی وو چې په چاودنه کې ګیر راغی. په دې پیښه کې د یوه ماشوم په ګډون درې کسان ووژل شول او اووه نور ټپیان شول.
لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دې چاودنې پړه نه ده منلې. خو د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند بیا د دې پیښې پړه پر طالبانو باندې اچولې ده.
تیرکال په افغانستان کې ۱۳ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او په دې ترتیب دغه هیواد په نړۍ کې د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناکه وو. تیر کال یوازې په یوې ورځ کې نهو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
(ms/nz (reuters