1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کندهار کي پر واده هوايي برید سخته مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۷ مهر ۱۳, جمعه

په کندهار کې د واده پر مراسمو باندې د امنیتي ځواکونو په یوه هوايي برید کې څلور کسان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي. چارواکي وايي چې دا لا معلومه نه ده چې دغه برید افغان ځواکونو که امریکایانو کړی دی.

https://p.dw.com/p/362cH
Afghanistan | Luftangriff in Nangarhar
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د کندهار امنیه قوماندان عبدالرازق ويلي دي چې د پنجشنبې په ماښام د دغه ولايت پر معروف ولسوالۍ باندې د طالبانو د برید په ځواب کې امنیتي ځواکونو یو هوايي برید وکړ. رازق د برید په هکله رویترز خبري آژانس ته وویل: «دوی [طالبانو] غوښتل چې وتښتي او ځانونه یې له کلیوالو سره د واده په مراسمو کې ور ګډ کړل. په هوايي برید کې۱۰ طالبان او د ماشومانو او ملکیانو په ګډون څلور ملکیان وژل شوي دي.»

کندهار ولايت چې په جنوب کې له ګاونډي هیواد پاکستان سره ګډه پوله لري، د طالبانو یو لو مهمو سنګرونو څخه شمیرل کیږي. سربیره پر دې دغه ولایت د افغانستان د کوکنارو د کرکیل له پلوه هم مهم شمیرل کیږي.

په زیاتره مورادو کې طالب جنګیالي پر دولتي اهدافو باندې له بریدونو وروسته د ملکیانو په کورونو کې پټیږي او د تیښتې له پاره له ملکیانو څخه د انساني ډال په توګه کار اخلي.

بل لوري ته افغان چارواکي وايي چې د دې پیښې په هکله پلټنې روانې دي او دا لا معلومه نه ده چې دغه تلفات د افغان امنيتي ځواکونو که د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې رامنځ ته شوي دي. د افغان امنیتي ځواکونو د ځمکني عملیاتو د ملاتړ له پاره پر افغان هوايي ځواکونو سربیره امریکايي ځواکونه هم هوايي بریدونه کوي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو یوه ویاند ویلي دي چې د دوی الوتکې په دغو عملیاتو کې برخه نه ده اخیستې. په کابل کې د ناټو ماموریت ویاند کنوټ پیترز وویل: «زه دا تائیدولی شم چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې موږ د معروف ولسوالۍ په عملیاتو کې برخه نه ده اخیستې».

د ملګرو ملتونو د وروستي رپوټ پر اساس د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې د افغان امنیتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ په جګړو کې ۱۶۹۲ ملکیان وژل شوي دي.