1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په کندز کې يوه کس د خپلې کورنۍ ۷ غړي ووژل

۱۳۹۹ اردیبهشت ۷, یکشنبه

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې يوه کس خپل ورور، د هغه ميرمن او پنځه اولادونه ووژل. د کندز چارواکي وايي چې تورن کس د پولیسو له خوا نيول شوی او قضيه تر څيړنې لاندې ده.

https://p.dw.com/p/3bQoI
Afghanistan Taliban-Angriff in Kundus
آرشيفانځور: Reuters/N. Wakif

د کندز د والي وياند عصمت مرادي دويچه ويله ته وويل چې دغه پيښه د شنبې په ماښام (د ۲۰۲۰م کال د اپريل ۲۵مه) د امام صاحب ولسوالۍ په کنم کلي کې رامنځ ته شوې ده. د مرادي په خبره په پيښه کې د خاوند، ميرمنې او د هغو پنځو اولادنو په ګډون ۷ کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د وژل شوو کسانو په ډله کې يو معلول ماشوم هم شامل دی.

مرادي وويل: «په دغې پښې کې يو کس خپل ورور، د هغه ميرمن او پنځه اولادونه د کلاشينکوف په ډزو وژلي دي.»

مرادي د دغو قتلونو لامل حقوقي دعوا وښوده، خو د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي بيا وويل چې «تر اوسه لا روښانه نه ده چې دغه قتلونه دې د حقوقي لانجې له امله شوي وي.»

د امام صاحب ولسوال زياته کړه چې وژل شوی کس شاوخوا ۵۰ کلن وو او د هغه ورور چې د قتلونو په تور نيول شوی دی، شاوخوا ۳۰ کاله عمر لري.

ولسوال وويل چې تورن يو عادي بزګر دی او کومه سياسي او جرمي سابقه نه لري.

هغه زياته کړه چې د مقتول له کورنۍ څخه څوک نه دي پاتې او نن د سيمې يو شمير اوسیدونکي دغې قضيې ته د رسيدګۍ له پاره ولسوالۍ ته ورغلي ول.

امام صاحب، د کندز ولايت له نسبتا ناامنه ولسواليو څخه ياديږي چې په ځينو برخو کې يې وسلوال طالبان هم فعال دي.

محمد کریم صالح/ ن ص