1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کلیفورنیا کې د يوه ماشوم په گډون شپږ کسان وژل شوي دي

۱۴۰۱ دی ۲۷, سه‌شنبه

دامریکا په کلیفورنیا ایالت کې په يوه وسله وال برید کې د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ او د هغې د شپږ میاشتني ماشوم په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4MKRc
USA I Massenschießerei mit mehreren Toten in Sacramento
انځور: Rich Pedroncelli/AP/picture alliance

دامریکا په کلیفورنیا ایالت کې په يوه وسله وال برید کې د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ او د هغې د شپږ میاشتني ماشوم په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي. دغه خونړۍ پېښه په تولایر کاونټي کي شوې ده. د عاملینو په اړه څه نه دي ویل شوي.

پولیسو پر يوې کورنۍ باندي د يوه هدفي بريد خبره کړې ده. احتمال دی چې پيښه به د ډله ایزو جرمونو سره تړاو ولري. چارواکو یوازې یوه اونۍ وړاندې د مخدره توکو د عملیاتو په ترڅ کې دغه کور تالاشي کړی و.

د Gun Violence Archive ویب پاڼې په وینا، یوازې په ۲۰۲۲م کال کې په متحده ایالاتو کې تر ۴۴۰۰۰ زيات انسانان په ډزو وژل شوي دي