1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر اتو میلیونو واوښت

۱۳۹۹ خرداد ۲۷, سه‌شنبه

په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر اتو میلیونو اوښتی دی. دا په داسې حال کې ده چې په لاتین امریکا، امریکا متحده ایالاتو او سویلي آسیا کې په دغه ویروس د اخته کیدو پيښي مخ پر زياتيدو دي.

https://p.dw.com/p/3dq3A
Würzburg | Frau mit Mundschutz guckt auf Ihr Handy
انځور: picture-alliance/HMB Media/H. Becker

یو نوی اټکل ښيې چې تر اکتوبر میاشتې پورې ښایي په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شوو کسانو شمیر تر۲۰۰ زرو کسانو پوري ورسیږي. په نړیواله کچه په کرونا ویروس د تائید شوو مثبتو پيښو شمیر تر اتو میلیونو اوښتی دی او د دغه ویروس له کبله د مړو شوو کسانو شمیر ۴۳۵ کسانو ته رسیدلی دی.

د آلمان او فرانسې په څیر یو شمیر اروپایي هیوادونو د اروپایي اتباعو پر وړاندې خپلې پولې پرانیستې دي.

آلمان په داسې وخت کې خپلې پولې پرانیستې دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په آلمان کې د کووید-۱۹، ۳۷۸ نوې پيښې ثبت شوي دي او په دغه ناروغۍ اخته نهه کسان مړه شوي دي. دغه تازه ارقام رابرت کوخ انستیتوت ورکړي دي. د دغه انسیتیوت د معلوماتو له مخې په آلمان کې په ټوله کې په دغه ویروس د ۱۸۶۸۳۹ کسانو اخته کیدل ثبت شوي دي چې له دې ډلې ۸۸۰۰ کسان مړه شوي دي. د بیرته روغو شويو کسانو شمیر ۱۷۳۱۰۰ ښوول شوی دی.

د نوي زیلاند چارواکو د کرونا ویروس د دوو مثبتو پيښو خبر ورکړی دی، چې په تیرو درو اونیو کې د کرونا ویروس لومړنۍ مثبتې پيښي دي. د دغه هیواد د روغتیا وزارت ویلي دي چې دغه دواړه هغه کسان دي چې تازه له بریتانيا څخه راګرځیدلي دي.

تیره اوونۍ نوي زیلاند اعلان کړی وو چې هیواد یې له کرونا ویروسه پاک شوی. خو د دغه هیواد پولې یوازې د خپلو اتباعو او د هغوی د کورنیو د غړو پر وړاندې پرانیستي دي او نوي راستنیدونکي کسان باید دوې اوونۍ په قرنطین کې پاتې شي.

چینایي چارواکو په پلازمېنه پيکینګ کې د کرونا ویروس د ۲۷ نويو مثبتو پيښو تر ثبتیدو وروسته د دغه ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه نوي محدودیتونه وضعه کړي دي.

زموږ له آرشیف څخه: