1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په کراچۍ کې د زهرجن گاز د وجې د مړو شمير لوړ شوی

۱۳۹۸ بهمن ۳۰, چهارشنبه

په کراچۍ ښار کې د زهرجن گاز له کبله تر اوسه د ۱۴ کسانو د مړينې خبر ورکړل شوی دی. روغتيايي چارواکو ويلي چې په سونه کسان په روغتونو کې تر درملنې لاندې دي.

https://p.dw.com/p/3XzH8
Pakistan Unglück | Leck giftiges Gas bei Karatschi
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Khan

په کراچۍ ښار کې د گازو ليک کیدو د يکشنبې ورځې راهيسې په خلکو کې له دې وجې ويره خپره شوې چې د ښاروالۍ چارواکو په سملاسي توگه ونه شول کولی د دغه گازو سرچينه معلومه کړي او دا چې دا کوم ډول گاز دی چې خارجيږي. چارواکو ويلي چې د سبوتاژ شک موجود نه دی.

ظاهراً دغه گاز چې هیڅ بوی نه لري او د سختو تنفسي ستونزو باعث کيږي، د کراچۍ ښار په کيماړي سيمه کې یې د يکشنبې ورځې راهيسې په سونه کسان ناروغه کړي چې په سيمه ایزو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

یوه لوړ پوړي روغتيایي چارواکي ظفر مهدي د سه شنبې په ورځ د مړو شمير ۱۴ تنه ښوولی وو.

چارواکو ويلي وه چې دوی پلان لري د سه شنبې له ماښام څخه د کيماړي سيمې اوسیدونکي خوندي ځایونو ته انتقال کړي. زياته شوې چې د پوځ او سمندري ځواک  ساينس پوهان او د کيميا د برخې نور متخصيصين سيمه ته ورغلي او د گازو د سرچينې د موندلو په لټه کې دي.

د سند ايالت وزير اعلی سيد مراد علي شاه دا خبره منلې چې تر دې دا معلومه نه ده چې څه شی د گازو د ليک کيدو باعث گرځيدلی دی. هغه زياته کړې چې گاز د ښار نورو برخو ته خپور شوی دی. 

د سه شنبې په ورځ د کيماړي سيمې په سونه اوسيدونکو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د گازو سرچينه موندل شي. د روغتون د چارواکو په حواله تر درملنې لاندې ټول ۶۵۰ کسان د کيماړي سيمې اوسيدونکي دي.

په يوه روغتون کې بستري تن بابر بهادر د اسوشیتد پريس خبري آژانس ته وويل چې د دوشنبې په ورځ یې په سترگو او بيا سينه کې د درد احساس وکړ. هغه زياته کړه: «د زړه ضربان مې ناڅاپه ډېر چټک شو.» هغه وويل چې بيا ژر روغتون ته انتقال کړل شو او تر درملنې وروسته اوس ځان ښه احساسوي.

بهادر زياته کړه چې زوی هم ورته علايم درلودل او هغه هم تداوي شو.

بندري چارواکو ويلي چې د دوی په تاسيساتو کې د گازو د خارجيدو کومه پېښه نه ده شوی. کراچۍ چې د پاکستان ستر تجارتي ښار دی، د تیلو د تصفیې دستگاوې پکې موجود دی او د پاکستان سمندري پوځونو هم هلته پراته دي. 

bs/qn (APE)