په کاپیسا کې د سړک د غاړې ماین چاودنې شپږ ملکیان وژلي
۱۳۹۸ مهر ۱۰, چهارشنبهاعلان
د آلمان خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند نصرت رحیمي، له قوله لیکلي دي چې دغه پيښه د سه شنبې په مازیګر مهال رامنځ ته شوې ده.
د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د سړک غاړي ماینونه زیاتره مهال د یاغیانو له لوري ایښودل کیږي، څو د افغان ځواکونو د حرکت او پرمختګ مخه ونیسي. خو ډیر ځلي ملکي وګړي د دغو ماينونو قرباني ګرځي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما له لوري په جولای میاشت کې په خپاره شوي رپوټ کې راغلي ول چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې۲۰ سلنه ملکي تلفات د ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکو له کبله رامنځ ته شوي ول.
د دغه رپوټ له مخې د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون میاشتې تر۳۰مې نېټې پورې ۱۴۰۰ انسانان وژل شوي او ۲۵۰۰ ټپیان شوي دي.