1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستد کانگو جمهوریت

په کانګو کې د ملګرو ملتونو پر ضد مظاهرو کې ۴۰ کسان وژل شوي

۱۴۰۲ شهریور ۱۰, جمعه

د حکومت په حواله د کانګو جمهوريت په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د ماموريت پر ضد په ترسره شويو مظاهرو کې تر ۴۰ زیات انسانان وژل شوي او په لسونو نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/4Vq24
په کانګو جمهوريت کې د ملګرو ملتونو د ماموريت پر ضد مظاهرو کې درنه مرګ ژوبله
په کانګو جمهوريت کې د ملګرو ملتونو د ماموريت پر ضد مظاهرو کې درنه مرګ ژوبله انځور: AFP

د کانګو حکومت ویلي دي چې د دغه هيواد په ختیځ کې په ګوما ښار کې د ملګرو ملتونو د سولې ماموريت پر وړاندې د مظاهرو پر وخت د تاوتريخوالي په نتیجه کې ۴۳ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپيان شوي دي.

دا مظاهرې د چهار شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکي ماموريت (مونوسکو) او نورو بهرنيو سازمانونو پر ضد شوې وې خو حکومت د تلفاتو ارقام د پنجشنبې په ورځ اعلان کړل.

د کانګو جمهوريت چارواکو په لومړي سر کې د شپږو مظاهره کوونکو د وژل کیدو خبره کړې وه خو وروسته یې بيا دغه ارقام تازه کړل. د حکومتي چاروکو په حواله پر دې سربیره ۱۸۵ کسان نيول شوي دي او په دې اړوند پلټنې پېل شوي دي.

د حکومتي معلوماتو په حواله د دغه هېواد عسکرو هغه وخت د مظاهره کوونکو پر ضد له تاوتريخوالي کار واخیست چې په ټولنیزو رسنیو کې پر يوه پوليس د مظاهره کوونکو د حملې ويډيو نشر شوه.

رویترز خبري آژانس ويلي دي چې د دې ويډيو محتوا په خپلواکه توګه نه شي تائيدولی.

په ګوما کې د سره صليب نړيوالې کمېټې سيمه ایزې مشرې انه سيلوی ليندر، وويل چې تر احتجاجونو وروسته زيات کسان چې په چاقو او مرمیو زخمي شوي ول، د دغه سازمان روغتون ته انتقال شول. ليندر په خپله اعلامیه کې وويل: «ځيني یې روغتون ته د رسيدو پر وخت لا دمخه مړه ول.»

په کانګو جمهوريت کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي او د دغه سازمان د «مونوسکو» په نامه ماموريت مشر بينتو کيتا، په يوه اعلامیه کې پر دې پېښې تاسف څرګند کړی او د قربانيانو له کورنيو سره یې خواخوږي ښوولې ده.

کيتا وويل: «دا ماموريت د کانګو له چارواکو په ټینګار سره غواړي چې پلټنې پيل کړي او له نيول شويو سره د بشري حقونو په نظر کې نيولو سره ښه چلن وکړي.»

په کانګو جمهوريت کې د ملګرو ملتونو ماموريت له ۲۰۲۲م کال راهېسې په دوامداره توګه له اعتراضونو سره مخامخ دی. دا احتجاجونه د هغه شکايت څخه سرچينه اخلي چې خلک یې د ملګرو ملتونو څخه لري. خلک په دې آند دي چې ملګري ملتونه د نیمه پوځيانو په مقابل کې د ملکيانو په ساتنه کې چې له څو لسیزو راهېسې له یې تاوتريخوالي سره مخامخ دي، پاتې راغلي دي.

په دغه هېواد کې په ۲۰۲۲م کال کې هم په ګوما او بوتمبو ښارونو کې د ملګرو ملتونو د ماموريت پر ضد مظاهرو کې د سوله ساتونکي ماموريت د دريو عسکرو په ګډون تر ۱۵ ډېر کسان وژل شوي ول. 

ب. ص/ ن. ز (Reuters)