1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې څو راکټونه لگېدلي

۱۳۹۹ مرداد ۲۸, سه‌شنبه

افغان امنيتي چارواکو ويلي دي چې په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځي د لمانځلو پر مهال څو راکټونه لگېدلي دي. راکټونو د کابل ديپلوماتيکه ساحه لړزولې ده.

https://p.dw.com/p/3h76Y
Afghanistan Anschlag auf Krankenhaus in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين ويلي دي چې دغه راکټونه »له دوو موټرو څخه توغول شوي دي». نوموړي زياته کړې چې ۱۴ راکټونه فاير شوي دي چې په لومړۍ، دويمه، شپاړسمه او نهمه حوزه کې د استوگنې پر کورونو لگيدلي دي.

هغه زياته کړې: »په دې بريد کې د څلورو ماشومانو په گډون لس کسان ټپيان شوي دي. په ټپي شويو کې يوه ښځه هم شامله ده.«

آرين زياته کړې چې په دې تړاو د اوومې حوزې په مربوطاتو کې دوه شکمن کسان نيول شوي دي.

همدا راز يوې سرچينې هم رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې د وزير اکبر خان ديپلوماتيکه ساحه تر بريدونو سملاسي وروسته وتړل شوه او د سفارتونو کارکوونکي خوندي خونو ته انتقال شول.

 يوه عيني شاهد چې د کابل رزغونې ساحې ته څېرمه یې د لږ تر لږه څلورو راکټونو د لگېدو غږ اوريدلی، رويترز خبري آژانس ته وويل چې له سيمې دود پورته شو او د خبرداري زنگونه وغږيدل. د کابل په زرغونه ساحه کې پر سفارتونو سربیره د ناټو دفتر هم دی.

عيني شاهد زياته کړې: «د خبرداري زنگ د راکټ تر لگيدو د دوه درې ثانيې مخکې غږيده. بيا د لومړي توغندي غږ واوريدل شو او بيا ورپسې سملاسي وروسته يو بل راکټ چې غږ یې ډېر لوړ وو، ولگيد او چرې او د سيمټونو ټوټې هرې خوا ته وغورځيدې.»

يوې دیپلوماتيکي سرچينې رويترز ته وويل چې يو راکټ د دغه ساحې د باندې يوه مسجد ته څيرمه لگيدلی دی. دغه غربي لوړ پوړي امنيتي افسر زياته کړه: «د دې ساحې د ټولو سفارتونو کارکوونکي د وضعې تر روښانه کيدو او تر نورو لارښوونو خوندي خونو ته انتقال کړل شوي دي.»

په کابل ښار دغه راکټونه په داسې حال کې توغول شوي چې افغانستان نن، سه شنبه (د اگست مياشتې ۱۸ نیټه) د خپلواکۍ ۱۰۱ کليزه لمانځي. په دې ترڅ کې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار په ملي دفاع وزارت کې د استقلال څلي ته د گلونو گيډۍ کيښوده.

په دې مراسمو کې د دفاع سرپرست وزير او د وسله وال پوځ پر لوی درستيز سربیره د د ولسمشر دويم مرستیال سرور دانش، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او يو شمیر نورو لوړ پوړو افغان چارواکو گډون کړی وو. 

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې. د فرانسې خبري آژانس په حواله د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې په کابل کې د راکټي بريدونو په اړه خبر نه لري. خو په دې وروستيو کې د داعش وسله واله ډلې د دې ډول بريدونو پړه مني او په ماضي کې یې هم دغه ډول ملي مراسم اخلال کړي دي.

bs/nz (Reuters, AP)