1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کابل کې پیاوړې چاودنه وشوه

۱۳۹۷ آذر ۷, چهارشنبه

د چهارشنبې په ورځ ناوخته په کابل کې یوه بریتانیاوي خصوصي امنیتي شرکت ته څیرمه پیاوړې چاودنه وشوه. لا تر اوسه د پیښې د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

https://p.dw.com/p/394q6
Selbstmordattentat in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د برید هدف د کابل په ختیځ کې د G4S په نوم یوه بریتانیاوۍ امنیتي کمپنۍ وه.

یوې امنیتي سرچیني هم دغه خبره تایید کړې دی خو لا تر اوسه په کابل کې د بریتانیا سفارت او پخپله دې شرکت په دې اړه څه نه دي ویلي.

رحیمي ویلي چې لومړنۍ معلومات ښيي چې چاودنه د یوه موټر بم په واسطه رامنځ ته شوې او دا چې لا تر اوسه د تلفاتو په اړه معلومات په لاس کې نه شته.

امنيتي سرچینو ویلي چې اوس هم په سیمه کې د ډزو غږونه اوریدل کیږي.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو په وروستیو وختونو کې طالبانو او د اسلامي دولت ترهګرې ډلې په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.