1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

»په کابل کې يو شمېر بريتانوي وګړي لا بنديان دي«

۱۴۰۰ بهمن ۲۴, یکشنبه

د بريتانيې حکومت ويلي چې »يو شمېر« بريتانوي وګړي په افغانستان کې بنديان دي. زياته شوې چې بریتانیا دغه موضوع د طالبانو حکومت له چارواکو سره شريکه کړې ده خو د شمیر په هکله یې جزئیات نه دي ورکړي.

https://p.dw.com/p/46wiT
Symbolbild | Gefängnis
انځور: Ritzau Scanpix/imago images

د بريتانيې د بهرنيو چارو وزارت يوه خبرپاڼه د فرانسې خبري آژانس ته يوه ورځ وروسته له هغه ورسېده چې طالبانو د بي بي سي د يوه خبريال په ګډون دوه بهرني ژورناليستان خوشې کړل. د بريتانيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې »موږ د یو شمېر بريتانوي نارينه وو د کورنيو ملاتړ کوو چې په افغانستان کې بنديان شوي دي.«

خو ياد وزارت دا په ډاګه نه کړه چې څو تنه بريتانوي اتباع په افغانستان کې بنديان دي او د چا له خوا په زندان کې ساتل کیږي. خو داسې ويل شوي چې »بريتانوي چارواکو په هرې موقع کې د طالبانو له خوا د دغو کسانو بندي کېدل ياد کړي، مثلاً کله چې يوه پلاوي په روانه اوونۍ کې کابل ته سفر وکړ.«

د هوګو شورتر په مشرۍ يو پلاوی، چې په افغانستان کې د بريتانيې د ماموريت مشري کوي خو په قطر کې مېشت دی، کابل ته د جاري اوونۍ په پيل کې الوتنه لرله څو د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير، امير خان متقي سره وګوري.  

شورتر وويل د افغانستان د بشري بحران په هکله يې بحث وکړ او له بشري حقونو څخه سرغړونې يې له طالب چارواکو سره په خبرو کې مطرح کړې.

د جمعې په ورځ د لويديځو رسنيو رپوټونو داسې ښودل چې لږ تر لږه شپږ بريتانوي وګړي په افغانستان کې بنديان دي چې اندرېو نارت پکې هم شامل وو. نوموړی اوس خوشې شوی دی. د بريتانوي وګړو په ډله کې پيتر جووېنال هم راځي چې د دسمبر د پيل راهيسې بندي دی. دغه خبره د هغه د ملګرو له خوا په يوه بيان کې راغلې ده. دغه ژورناليست چې اوس تجار شوی دی، د جرمني تابعيت هم لري او له يوې افغانې مېرمنې سره يې واده کړی دی. په بيان کې راغلي چې هغه ښايي »په اشتباه« سره نيول شوی وي ځکه چې هغه په افغانستان کې وو څو د دغه هېواد د کانونو په برخه کې د پانګونو په اړه خبرې وکړي.

داسې ويل کيږي چې »هغه بې له کوم تور نيول شوی او د دې آزادي هم نه لري چې خپلې کورنۍ يا خپل وکيل سره تماس ونيسي.«

دا هم زياته شوې ده چې جووېنال هغه کمره مېن و چې په ۱۹۹۷ کال کې يې په افغانستان کې د القاعده له مشر اسامه بن لادن سره مرکه کړې وه.

د جمعې په ورځ طالبانو نارت او يو بل بهرنی ژورناليستوروسته له هغه خوشې کړ چې دوی د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په استازيتوب په افغانستان کې ول او ونيول شول. دا معلومه نه وه چې دوی دواړه کله ونيول شول، خو د ملګرو ملتونو يادې ادارې ويلي چې د دوی په هکله اندېښنه يې رفع شوه ځکه چې هغوی د خپلو افغان همکارانو په شمول آزاد شول.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې ياد کسان نيول شوي ول ځکه چې با اعتباره پېژندپاڼې او اسناد يې له ځانه سره نه درلودل. د هغه وخت راهيسې چې طالبان قدرت ته رسېدلي دي، مخالف کسان نيول شوي، د ښځو له خوا احتجاجونه په زور سره پاشل شوي او د خپل رژيم منتقدين يې بنديان کړي دي.

ن.ص./ا.خ.ح.(AFP)