1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کابل کې وسله وال برید ۲۹کسان وژلي دي

۱۳۹۸ اسفند ۱۶, جمعه

د یوه افغان چارواکي په وینا په کابل کې د عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین پر مراسمو په وسله وال برید کې ۲۷کسان وژل شوي دي. په دغه برید کې د ۶۱ کسانو د ټپي کیدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3YxfX
Afghanistan Kabul Polizei erscheint nach Schießerei
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

اسوشیتد پرس خبري آژانس د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار، له قوله لیکلي دي چې ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، ویلي دي چې دغه ځای ته څیرمه لا هم له وسله والو سره نښته روانه ده.

د تلین د مراسمو په دغه غونډه کې د افغانستان د ډاکټر عبدالله عبدالله په گډون یو شمیر مشهورو کسانو برخه درلوده، چې د پيښې له ځای روغ رمټ وتلي دي.

طالبانو په دغه برید کې خپله ښکیلتیا رد کړې ده. په تیرو وختونو کې داعش ترهګرې ډلې پر شیعه مذهبو باندې بریدونه ترسره کړي دي.

تر دې دمخه افغان چارواکو ویلي ول چې په دغه پيښه کې ۱۸ تنه ټپیان شوي دي.

د افغانستان جمهور رئیس د دغي پيښي په هکله خپله خواشیني ښوولې ده او دغه برید یې د بشریت او ملي یووالي ضد یو جنایت بللی.