په کابل کې دوه څارنوالان وژل شوي دي
۱۳۹۸ آبان ۲۵, شنبهاعلان
د افغانستان د لويې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې وژل شوي دوه څارنوالان پروان ولايت ته په لاره ول چېرته چې هغوی د بګرام زندان په يوه قضايي مرکز کې کار کاوه. په هغوی باندې وسله وال بريد شوی، چې د دغې حملې مسئوليت تر اوسه چا نه دی منلی. خو وسله وال طالبان په دغه سيمه کې کله نا کله افغان امنيتي ځواکونه په نخښه کوي. د طالبان ډېر غړي هم د بګرام په زندان کې بنديان دي.
يوازې لس ورځې مخکې څلور تنه قاضيان له پکتيا څخه د طالبانو د يوه شکمن بريد د لارې په لوګر ولايت کې ووژل شول. د طالبانو يوه وياند تر مخه ويلي ول چې د قضايي برخې کارکوونکي به په نخښه کوي، که داسې شواهد موجود وي چې د طالبانو د غړو پر ضد يې حکمونه جاري کړي دي.
Dpa/ns/awa