1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې درو چاودنو مرګ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۸ خرداد ۱۲, یکشنبه

افغان چارواکي وايي چې په افغان پلازمېنه کابل کې درې چاودنې شوې دي. يو چسپکي بم پکې د محصلينو يوه بس پورې هم نښلول شوی وو.

https://p.dw.com/p/3JcT7
Afghanistan Explosionen in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/STR

د پوهنتون د محصلينو لېږدونکی بس د يوه نښلونکي يا چسپکي بم په واسطه په نخښه شوی دی. په دغه پېښه کې لږ تر لږه يوه تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. فردوس فرامرز چې د کابل ښار د پوليسو وياند دی، دا خبره تائيد کړې ده چې دوې نورې چاودنې هم په عين سيمه کې رامنځ ته شوې دي، خو نور جزيات يې ورنه کړل. د هغه په خبره لږ تر لږه لس تنه په دغو بريدونو کې ټپيان شوي دي. وحيدالله مايار چې د عامې روغتيا د وزارت وياند دی، وايي چې په نخښه شوي بس کې لږ تر لږه څلور ښځې هم ژوبلې شوې دي چې روغتون ته لېږدول شوې دي. تر اوسه پورې چا د بريد پړه منلې نه ده، خو په دې وروستيو کې هم طالبانو او هم د «اسلامي دولت» په نوم ترهګرې ډلې په کابل کې بريدونه کړي دي.  

AP/NS/AWA