1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په کابل کې د ګازو د بالون په چاودنه کې ۹ تنه وژل شوي

۱۳۹۷ دی ۲۳, یکشنبه

یو افغان چارواکی وايي چې په کابل کې د ګاز د بالون یا ډبې د چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي دي. د ژمي په سړه هوا کې زیاتره افغانان د کورونو د ګرمولو له پاره له ګازي ډبو، د ډبرو د سکرو او یا نور توکي سوځوي.

https://p.dw.com/p/3BTJa
Afghanistan Kabul - Verletzte nach Autobombe und Bewaffneter Angriff
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي چې په پلازمینه کابل کې د شنبې په ورځ ناوخته د ګازو د ډبې یا بالون د دې چاودنې په پایله کې ګڼ شمیر نور کسان ټپیان شوي هم دي. د وزارت ویاند وویل چې دغه پیښه د استوګنې په یوه کور کې رامنځ ته شوې ده.

په افغانستان کې د ژمي په سړه هوا کې ګڼ شمیر افغانان د کورونو د ګرمولو له پاره له ګڼ شمیر غیر معیاري لارو چارو کار اخلي. په دې ډله کې ګازي بخارۍ، د ډبرو د سکرو سوځول او یا د لرګیو سوځول یې عامې لارې چارې دي. د ژمي په موسم کې افغانستان په ګڼ شمیر سیمو کې دغه راز پیښې رامنځ ته کیږي.

په عین حال کې د تیرې اونۍ په ترڅ کې د کابل په یوه بله څنډه کې د تیلو او ګازو په یوه پلورنځي کې اور ولګید. په څو شیبو کې اور په چټکۍ سره د استوګنې یو شمیر کورنو یا اپارتمانونو ته ورسید چې په پایله کې د پراخو مالي زیانونو سربیره درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغه مهال چارواکو ویلي وو چې د اور په پایله کې لږ تر لږه ۴۲ کسان د سوځیدو له کبله تر درملنې لاندې نیول شوي وو.