په کابل کې د عبدالعلي مزاري د تلین پر غونډه برید شوی
۱۳۹۸ اسفند ۱۶, جمعهد اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې ښاغلی عبدالله او یو ځيني نور سیاسي شخصیتونه د نښتې له ځایه راایستل شوي دي.
د هغه په خبره لا تر اوسه د احتمالي مرګ ژوبلې په هکله معلومات نه شته.
د فرانسې خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، له قوله ویلي دي چې »ځانګړي افغان امنیتي ځواکونه او پولیس د پيښې ځای ته رسیدلي دي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، د تویتر په یوه پیغام کې کې دغه حمله «د بشریت او د افغانستان د ملي یووالي ضد یو جنایت» بللې ده. هغه ویلي دي چې د تلیفوني اړیکې له لارې یې د ډاکټر عبدالله او استاد خلیلي پوښتنه کړې ده.
طالبانو په یوه بیانیه کې په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي دي چې په دغه برید کې اتلس تنه ټپیان شوي دي.
نور جزئیات وروسته...