1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د شپږیزې لیګ سیالۍ پیل شوې

۱۴۰۱ تیر ۲۷, دوشنبه

باختر اژانس چې د طالبانو تر ولکې لاندې فعالیت کوي، د کريکټ بورډ له قوله لیکلي چې دغه سیالۍ نن د جولای میاشتې پر ۱۸ نېټه پیل او د اګست تر پنځمې پوري به دوام وکړي.

https://p.dw.com/p/4EGzX
Afghanistan Cricket Konflikt Kabul
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

په دغو سیالیو کې اته لوبډلې ګډون کوي، چې سږ کال پکې د نورو کلونو په توپیر پنځه بهرني لوبغاړي ګډون لري او دوه تبصره کوونکي هم شته.

دغه سیالۍ د اتو لوبډلو تر منځ ترسره کېږي. کريکټ بورډ ویلي دي چې د سیالیو له پاره یې بشپړ چمتووالی نیولی دی.

خو د کريکټ یو مبصر بادام احمدزي دویچه ویله ته وویل چې په تېرو کلونو کې دغه سیالۍ په ولولو او شور نمانځل کېدلې؛ خو سږ کال د طالبانو په واکمنۍ کې د ملي سرود نه غږولو او ملي بیرغ نه شتون خلک یو څه خاموشه کړي دي.

ځینو مبصرینو بیا پر خواله رسنیو پر اوسنيو سیالیو نیوکې کړي او زیاته کړې یې ده، چې د کريکټ بورډ د کمې توجو له امله اوسنۍ شپږیزه د تېر په څېر نه ده پلان شوې.