1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د سړک غاړې بم درې تنه وژلي دي

۱۳۹۹ دی ۲۱, یکشنبه

د سړک غاړې يوه بم په پلازمېنه کابل کې لږ تر لږه درې تنه وژلي او يو تن ټپي کړی دی. دا بريد په قطر کې د سولې خبرو له پيل کېدو سره هم مهاله تر سره کيږي.

https://p.dw.com/p/3nk5Q
Afghanistan Kabul Bombenanschlag
آرشيف انځورانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند، طارق آرين، وويل چې د عامه ساتنې د ځواک يو وياند يو له دغو دريو وژل شويو کسانو څخه دی. د هغه په خبره په بريد کې يو تن ټپي شوی هم دی.

تر دې دمه هيڅ کوم چا د بريد مسئوليت نه دی منلی. خو د اسلامي‌ دولت په نوم ډلې په تېرو مياشتو کې د هر ډول بېلابېلو بريدونو پړه منلې ده. طالبانو په دې ترڅ کې له حکومتي امنيتي ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړی دی،‌ خو دا ژمنه يې پوره کړې ده چې د متحده آيالاتو او ناټو پر ځواکونو به بريدونه نه کوي.

نننی بريد په قطر کې د سولې په سر د خبرو په دوام سره کيږي چې د دغو خبرو اترو پر مهال د تاوتريخوالي زياتېدو اندېښنې راپارولې دي. د متحده آيالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ په امر د امريکايي‌ ځواکونو د ايستلو چټکتيا په دې معنی ده چې يوازې ۲۵۰۰ امريکايي عسکر به په افغانستان کې مستقر وي کله چې ټاکل شوی ولسمشر جو بايدن به په روانه مياشت کې خپله دنده اشغالوي.

بايدن تر مخه دا خبره کړې ده چې په افغانستان کې به استخباراتي حضور ولري، خو د طالبانو مشرانو د بهرنيو ځواکونو حضور په کلکه رد کړی دی.

AP/ن ص/ا ا