1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کې د برید تلفات ۴۳ کسانو ته رسېدلي

۱۳۹۷ دی ۴, سه‌شنبه

په کابل کې د دوشنبې ورځي بريد په پایله کې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي دي. د روغتیا وزارت په حواله پر ټولگټو وزارت او حکومتي ودانيو په بريد کې لس نور کسان ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3AblA
Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

وسله والو کسانو د دوشنبې په ورځ تر غرمې وروسته په کابل کې د شهیدانو او معلولینو معينیت او ټولګټو وزارت پر ودانیو برید وکړ. دغو کسانو په لومړي سر کې یو موټر بم چاودونه وکړه او بیا یې پر ودانیو هجوم وروړ. د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند په حواله د برید په پایله کې لږ تر لږه ۴۳ تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه پوري کومې وسله والې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی. د وسله والو کسانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د ډزو د تبادلې پر مهال په سلونو کسان په دوانۍ کې بند پاتې ول. د ډزو په وخت کې د دولتي کارکوونکو تر منځ وار خطایې رامنځته شوه او یو شمیر کسانو د خپل ژوند ژغورنې له پاره له کړکیو ځانونه غورځولي دي.

افغان چارواکو ويلي دي چې په دغو ودانيو کې ډير بند پاته کسان يې ژغورلي دي.

د دولتي سرچينو په حواله بالاخره تیره شپه د دریو تنو بریدګرو په وژل کیدو برید پای ته ورسید. څلورم بریدګر په لومړي سر کې د موټر بم په برید کې ځان وژنه کړې وه.

د برید ډیر قربانیان ملکي خلک دي. دا په کابل کې په نوامبر میاشت کې تر ځانمرګي برید وروسته چې په پایله کې ۵۵ کسان وژل شوي ول دویم لوی خونړی برید دی چې ترسره کیږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي چې ترهګر د جګړې په ډګر کې د خپلې ماتې د پټولو په موخه پر غیر نظامي اهدافو بریدونه کوي.