1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کې د امریکا سفارت ته نزدې چاودنه شوې

۱۳۹۸ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې په پلازمېنه کابل کې د مسعود څلور لارې ته نزدې یوه چاودنه شوې ده. په دې ځای کې د امریکا سفارت هم پروت دی.

https://p.dw.com/p/3PiCT
Afghanistan Polizei Kabul 2013
انځور: Massoud Hossaini/AFP/Getty Images

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز، دغه پیښه تائید کړې ده خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي. د افغانستان په بیلابیلو برخو کې تاوتریخوالی په داسې حال کې ډیر شوی دی چې دغه هیواد د همدې میاشتې په پای کې د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره چمتوالی نیسي.

لا تر اوسه پورې د کابل د چاودنه پړه کومې ډلې نه ده منلې.

تر دې مخکې په پروان ولایت کې هم یوه چاودنه شوې وه چې په پایله کې یې د ۲۴ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.

چاودنه په داسې حال کې شوې چې د ولسمشر غني په مشرتوب د دولت جوړوونکي تیم، په پروان ولایت کې یوه ټاکنیزه غونډه لرله.

په دې غونډه کې پخپله ولسمشر محمد اشرف غني هم حاضر وو، خو هغه ته زیان نه دی رسیدلی.

(ms/nz (ap, reuters