تروريزم
په کابل کي ځانمرگي بريد سخته مرگ ژوبله اړولې
۱۳۹۸ خرداد ۹, پنجشنبهاعلان
پولیسو او امنیتي چارواکو ویلي دي چې په دې پیښه کې پر دې سربیره شپږ تنه نور ټپیان شوي هم دي. یوه افغان چاروا کي د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي دي چې یوه ځانمرګي برید کوونکي تر هغه وروسته چې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون ته یې د ننوتو مخه ونیوله شوه، د دروازې مخې ته چاودنه وکړه.
پیښه په داسې وخت کې رامنځ ته شوې چې محصلین له دغه پوځي پوهنتون څخه د وتلو په حال کې ول.
تر اوسه پورې لا کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې، خو اکثره وخت طالبان او داعش پر افغان امنیتي ځواکونو او ملکيانو باندي د بريدونو پړه پرغاړه اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس یو شمیر افغان سیاستوال په مسکو کې د طالبانو له استازي سره په خبرو اترو بوخت دي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې پرمختګ رامنځ ته شي.
(ms/nz (dpa,reuters